لیکوال: جبران خلیل جبران
ژباړه: محمد عاطف الله
دا هغه یوازینی کور دی
چېرې چې، تاسې کله هم
له کومې بلنې پرته تللی شئ
دا هغه یوازینی کور دی
چې کولای شئ دروازه یې پر کیلیانو پرانیزئ
او نیغ په نیغه کور ته ور ننوځئ
دا هغه کور دی
چېرې چې له مینې ډکې سترګې
تر هغې د دروازې پر لور وي
ترڅو چې تاسې وویني
دا هغه کور دی
کوم چې تاسې ته، د ماشومتوب بې پروا ژوند، ثبات او د خوښیو شیبې دریادوي
دا هغه کور دی
چېرې چې ستاسې شتون
او د مور او پلار مخونو ته په مینه کتل نیکمرغي او له هغوی سره خبرې ثواب ګڼل کیږي
دا هغه کور دی
چېرې چې ستاسی نه ورتګ
د دغه کور د اوسېدونکو زړونه مړاوي کوي
دا هغه کور دی
چېرې چې د مور او پلار په صورت کې
دوه شمعې تل بلې وي
ترڅو ستاسې نړۍ روښانه
او ژوند مو له خوندونو او خوښیو ډک کړي
همدا هغه کور دی
چېرې چې دسترخوان یې له سپیڅلې مینې ډک او له هر ډول ریاکارۍ پاک دی
دا هغه کور دی
چې که د خوړو پرمهال
تاسې څه و نه خورئ
نو د دې کور د اوسېدونکو زړونه مات
او هغوی خپه کېږي
دا هغه کور دی
چېرې چې تاسې له ډار پرته هرډول خوښي نمانځلی شئ
او په لوړ اواز خندلی شئ
ای ی ی ی کوچنیانو!
د دې کورونو پر اهمیت ځان خبر کړئ
مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي
هغه خلک ډیر نیکبخته دي
چا سره چې تللو لپاره پلارني کورونه وي




