باغچه پښتو

ځمکه خپه کېږي نه

شاعر: اجمل تورمان

ستوري به بيا شمارمه

پرې چې شپه پخه شي بيا

اوس اسمان ته نه ګورم

ځمکه به خپه شي بيا

ځمکه په ما ګرانه ده

ځمکې په سر کور لرم

يو مې دى دادا په کې

بل ادکه مور لرم

پلار زما ګڼډونکى دى

ښه ډولي خولۍ ګنډي

مور مې پې خامک کوي

په څنډو يې مرۍ ګڼډي

خوله به په سر کړمه 

ښکلى به ښکارېږمه

لاس به مې پرې ايښى وي

ډېر به پرې ډارېږمه

اوس شپه پخه شوې ده

ځمکه خپه کېږي نه

يو يو ستورى شمارمه

کټ مې چپه کېږي نه

Share

نوري لیکني