احمد مسیح تورمان کابل کې د شمس لندن اکاډیمۍ د اتم ټولګي زده کونکی دی.هغه سږ کال د دغې اکاډیمۍ د منځنۍ دورې عمومي اول نمره اعلان شو.احمد مسیح ښوونځي ته د چمتوالي له ټولګي تر اوسه یوازې د اول نمرګۍ پارچې اخیستې دي.هغه وایي، د دې بریالیتوب یوازنی راز یې دا دی چې هر کار ته یې یو وخت ټاکلی، درس، لوبې او بهر ته تګ.په ورزشونو کې یې فوټبال ډیر خوښ دی خو کرکټ سره یې هم د پلار د علاقې پر بنسټ پالي.هغه د شکیب تورمان خوږیاني یوازینی زوی دی.د مسیح پلار په عامه اړیکو کې او مور یې انګریزي ادبیاتو کې د ماسټرې تر کچې زده کړې کړې دي.خو وايي، مورې ورسره درسونو کې ډیره مرسته کوي.احمد مسیح تورمان ته د لا بریاوو په هیله یو.




