لیکوال: امان الله دیارلس کلن افغان ماشوم
د سره اوړي په یوه ټکنده غرمه کې د شینکي باغ په ګڼو ونو کې د توت په څانګو کې یوې رنګینې او طلایي مرغۍ پخپلې وړې منځولې کې بچیانو ته په خواږه غږ سندرې ویلې. د دې ښکلې مرغۍ نوم غنمګره وه. دې درې بچي درلودل چې یو یې رنګین بل یې ځولۍ دریم یې زرغون نومېده.
یوه ورځ رنګین مور ته وویل: مورجانې! موږ به کله الوتل زده کوو؟
مور یې وویل: تاسې تر اوسه وړوکي یئ. کله چې لږ لوی شئ، له ما سره به سیلو ته ځئ. سندرې به وایئ. د شنو درو او منظرو د پاسه به ساه اخلی.
د دې خبرې په اورېدو سره ټول خوشاله شول.
ځولۍ وویل: مورجانې! نن مې سخته ګرمي کېږي. تږې یم. غواړم چې اوبه وڅښم.
مور یې وویل: سمه ده! زه خو وایم چې لاندې د باغ ویالې ته به ټول یو ځای ښکته شو. اوبه به وڅښو او تاسې به له پرواز سره هم بلد شئ.
ټولو وویل: سمه ده.
غنمګره له یوه ښاخه بل ښاخ ته والوته. بچیانو ته یې د پرواز اشاره وکړه. لومړی رنګین ور مخکې شو. د ځالې په څنډه ودرېده. طلایي بڼکې یې باد وپړسولې، زړه نا زړه و چې څه وکړي.
مور یې پرې غږ کړ: بیغمه راځه! نه غورځې. خو وزرونه زر زر رپوه.
رنګین همداسې وکړل. بښ شو، په هوا شو. لومړی ځل و چې ځان یې په هوا کې ولید. زړه یې بل رقم احساس وکړ. ځمکې ته چې راکوز شو. له خوشالۍ نه یې چیغې وکړې. زړه یې په ټوپونو و.
بیا زرغون او ځولۍ هم په همدې مزو کې راښکته شول.
د پرواز خوندونو اوبه ترې هیرې کړې. دوی یو بل سره په خبرو لګیا شول. مور یې د ویالې غاړې ته والوته. وروسته دوی ورغلل. د شنو بوټو بوی لټېده. اوبه یې وڅښلې. بیرته یې ځالې ته د ختلو اراده وکړه. غنمګره د وزرو په ټس سره پاس والوته. خو بچیانو یې پرواز نه شو کولی. دوی خو له پاسه رالوتي وو خو د پورته ختلو هنر یې نه و زده. بیا یې مورجانې ته غږونه کړل.
مهربانه مور یې بیرته راښکته شوه. ورته ویې وویل. ما ته ګورئ چې زه څنګه پرواز کوم.
مور یې تر یوه ځایه منډه واخیسته. وزرونه یې سره ووهل او بیا له یوې لوړې ټوپۍ په هوا شوه. دوی همدغسې چل وکړ. څو ځله ناکامه شول خو په اخیر ځل جالبه دا وه چې درې واړه په یو ځای ځالې ته ورسېدل.
زرغون په موسکه خوله وویل: اوهووو! دا پروازونه څومره خوند کوي. مورې جانې اوس دا وایه چې کله به له دې ځایه نورو ځایونو ته سفر کوو.
غنمګرې وویل: څو ورځې بعد به مو زه لرې بوزم او ښې ښکلې چکرې به درکړم. اوس به د خواړو لپاره لاړه شم. رنګین وویل: موږ درسره تلی شو؟
مور یې وویل: نه، نه. زه کلي ته ځم. هلته د انسان له لوري خطر وي. تاسو دمه وکړئ او د شمال له هوا خوند اخلئ.
ټولو وویل: ښا مورجانې! سمه ده بس نه ځو.
غنمګرې وویل: زه لاړمه! په ځان پام کوئ.
غنمګره په هوا شوه. د اوړي تېز لمر یې بڼکې داسې ځلولې، تا به ویل چې زر ورک دې پرې شیندلي دي. له څه مزل وروسته د کلي بامونو ته ورسېده. د یوه کور پر بام کېناسته. توند باد وچلېده. ورپسې د ژړا غږونه شول. ناڅاپه ورو ژړا په چیغو واوښته. درب شو. دروازه په زور سره خلاصه شوه. یو ماشوم په منډه له سباته راووته. له شا طرفه یې بوټ په ملا باندې ولګیده. د ماشوم په سویو چیغو کې د «وه مورې! وه مورې!» غږونه ګډ وو.
تره یې له وره راووت. ټنډه یې تروشه وه. ماشوم د تره په لیدو منډه واخیسته. پښه یې دربله شوه. ولوېده. غنمګره د بام بلې څنډې ته والوته او د ماشوم دې نندارې ته حیرانه وه.
د تره غوسه ناکې خبرې لوړې شوې، ویې ویل: کله جامې غواړې کله بوټونه او اوس راته واسکټ غواړې. یتا دې تورې خاورې شي. مړۍ ته ښه جوړ یې نور د یوې ښې نه یې.
د هلک مور زر له بلې کوټې راووته. ماشوم ته یې یبلې پښې ور منډه کړه. له شا یې ونیو. راجګ یې کړ. جار یې کړل. ماشوم مور ته مخ ور واړاوه. په خړو غومبرو یې سپیرې اوښکې روانې وې. مور یې ټټر ته نږدې کړ. اوښکې یې ورپاکې کړې. لمن یې ورڅنډ وهله. ښکل یې کړ. ورته ویې وویل: وخۍ قربانکه دې شم. زویه مه ژاړه. راته ووایه څه غواړې؟ ولې دې کاکا پسې راوخیستې.
زوی یې په ژړغوني غږ وویل: واس ، واس وسکټ!
د مور یې وچې شونډې وخوځېدې. ویې ویل: که خیر د الله و، دا وار چې ټکری جوړ کړم نو تا ته به حتماً واسکټ اخلم.
ماشوم له مور لاسونه تاو کړل پر مټ یې سر ور ولګاوه. مور یې لاسونه ترې چاپیر کړل. تره یې ځان سره وبونګېده. بېرته کوټې ته ننوت.
مور خپل ماشوم تر لاس ونیو، خپلې کوټې ته یې نناباسه.
کړپ شو. غنمګرې سر جګ کړ. یوه توره پیشو د دې په لوري را راونه وه. غنمګره زر له بامه والوته او د توت په یوه څانګه کې کېناسته. ځان سره یې وویل: اه انسانه! ولې له غوسې نه کار اخلې؟ له ماشوم سره خو زغم او حوصله پکار ده چې مینه او مهرباني ور زده شي. ځکه دی د هېواد راتلونکی دی. غنمګره د خوړو موندلو لپاره بل کور ته لاړه. خو د خوراک څه یې پیدا نه کړل.
بېرته همدې کور ته راغله. زړه یې نه کېده. پر بام چې کېناسته، پیشو لاندې وربوی ته ښکته شوې وه. یوې سرې چرګې پر ځان واړه چرګوړي راټول کړي وو.
همغه ښځه چې ماشوم ته راوتلې وه، باندې راووته. یوې زیړې بوشکې ته چې سر یې پرې شوی و، دسترخوان ور څنډ واهه.
غنمګرې لار کږه کړه. والوته. لاندې د کور په لور ورغله. څنګ ته یې وکتل. ښځه د کوټې پر لور روانه وه. غنمګرې بوشکې ته ور ټوپ کړل. لکۍ یې وښورېده. ځان یې تکیه کړ.
د بوشکې په سر باندې د مړۍ ټوټې پرتې وې. هاخوا دیخوا یې وکتل. څوک نه وو. د مړۍ په ټوټو پسې یې مښوکه ورنږدې کړه. یو څو ټوټې یې په مښوکه کې ونیولې. ناڅاپه شغ شو. تیږه یې تر غوږو تېره شوه. سر یې پورته کړ. هماغه هلک چې تره یې وهلی و، لینده یې بیا کش کړه. الله اکبر یې ووې!
غنمګره چې الوتله، ټس شو پر پښه باندې ولګیده. اخ یې کړه. مړۍ یې منګولو کې تکیه کړه. په تکلیف والوته. ماشوم وویل: خلاصه شوې! ګني دریم ډز کې مې واله سر درنه شکولی وای.
غنمګرې له درد نه ډېره په عذاب وه. پرواز یې سم نشو کولای. وینې شوه. زر د دنګ چنار ونې ته ور تاو شوه. هلته یې د چوغکې په نوم یوه ملګرې وه. منځولې ته ور وخاته.
مړۍ همالته ترې ولویده. ذوب حالت ته نږدې شوې وه.
چوغکې چې د غنمګرې حالت ولید، وۍ یې کړل. ویې ویل: دا ولې؟ وخۍ وه ملګرې په تا څه شوي دي؟
هغې د زیاتو دردونو له امله څه نه شو ویلی. فقط دومره یې وویل چې کیسه وروسته درته کومه. خو اوس مې پښه راتړه. دردونو مړه کړم.
چوغکې زر زر د غنمګرې پښه ور وتړله. څو شېبې یې ارامه پريښوده. کله چې د غنمګرې درد کم شو. نو هغه تېره کیسه یې ورته ټوله تېره کړه.
چوغکې وویل: زه خو تا ته ډېره حیرانه شوم. وخۍ دا څومره تکلیف دې ګاللی دی.
غنمګرې وویل: بچیان مې یادېږي. دوی به ما ته منتظر وي. خپله لوږه او درد به وزغمم خو د اولاد لوږه بیا نشم زغملی. دوی لپاره خو تر ځان هم تېره یم.
غنمګرې خدای په اماني واخیسته. او هغه راوړې د مړۍ ټوټې یې په منګولو کې تکیه کړې او د خپل کور په لور والوته. کله چې منځولې ته ورسېده، بچیان یې د دې په لیدو ډېر خوشحاله شول.
مور یې ډوډۍ ورته کېښوده. که څه هم غنمګره ژوبله شوې وه خو بیا یې هم خپلو بچیانو ته په موسکا موسکا ډوډۍ نیمه نیمه بیله کړه.
ټول د مړۍ د ذرو په خوړلو لګیا شول. په دې وخت کې ځولۍ د مور پښې ته پام شو او خواشیني غږ یې وویل: مورې! دا ولې ؟ دا په څه شي لګیدلې ده؟
نور بچیان یې هم ورخطا شول. مړۍ یې پرېښوده. له دې نه یې پوښتنې شروع کړې. مور یې ټوله کیسه ورته تېره کړه. ټول حیران او خپه شول. غنمګرې خپلو خبرو ته دوام ورکړو. ویې ویل: انسانان اشرف المخلوقات دي. خو ډیرۍ یې له فکر نه کار نه اخلي. واړه ماشومان سخت سخت وهي ، رټي یې. او بیا چې ماشومان له کوره راووځي، پر حیواناتو ظلم کوي او ازاروي یې. بس په خوارکيو مرغانو پسې یې لیندې راخیستې وي. دوی همداسې روزل شوي دي. مګر ځینې ښه انسانان هم شته.دوی مهربانه وي، ماشومان نه وهي. مرغان نه ولي. د مشرانو قدر او پر کشرانو شفقت کوي. خو پام! تاسو باید له دې خبرو او پيښو نه درس واخلئ. هېڅکله د انسان په خوشامندو نه غلطېږئ.
شپې ورځې تېرېدلې… د غنمګرې پښه جوړه شوه. بچیان یې ورو په ورو ستر شول. پروازونه یې له څانګو د غرونو کړنګونو ته ورسېدل. دوی خوشاله ژوند تېراوه او هره جمعه به د شینکي ځنګل سیلونه ته ورتلله.




