لیکواله: اناهیتا روهي
د خپل مشر زوی، وړکتون ته تګ رایاد شو. ده چې کله وړکتون ته تګ پیل کړ، نو یو ټکی جرمني ژبه یې هم نه وه زده. طبیعي ده چې ماشومان هر څه د لویانو په پرتله ژر زده کوي. ده هم ډېر ژر په جرمني ژبه غږیدا پیل کړه.
زما لپاره له ماشومانو سره د جرمنانو هر چلند نوی و. یو شي چې زما پام یې ډېر ژر ورواړاوه هغه د ماشومانو د ژبې زده کړه او د هغوی د کلماتو کارونه وه. موږ چې په کور کې د خپلې سیمې په لهجه غږېږو، د زوی د خبرو بڼه په موږ کې ډېره ژر جوته شوه. یو دا چې ده خپلې خبرې ټکي په ټکي له جرمني څخه پښتو ته رااړولې او بل د ګرامري جوړښت له نظره یې د اورېدو اهنګ بدل و. دوهم د پام وړ ټکی دا و چې د ده ډېرې جملې به احتمالي پوښتنې وې. په موږ کې د احتمالي ژبې کارونه ډېره لږه ده.
مثلاً موږ په خپله لهجه کې وایو، ما ته کالي راکړه. خو ده همدا جمله له جرمني ژبې څخه پښتو ته داسې رااړوله: «کولای شې ما ته کالي راکړې؟» یا همدې ته ورته جملې یې داسې ویلې: «کړای شم زه دا موټرک ولرم؟ کولای شم ستا قلم واخلم؟» نو کله چې یو ماشوم په دومره مودبه ژبه د خپلو کالیو غوښتنه کوي، نو موږ به هغه ته (نه) ووایو؟ د خبرو دا بڼه که څه هم زموږ په ورځنۍ محاوره کې نه کارول کېږي، خو د ماشومانو په تربیه او د دوی په ادب کې موثره ونډه درلودلی شي او له بلې خوا د ماشومانو له خولې د دا ډول جملو اورېدل ډېر په زړه پورې وي. که چېرې موږ د خپلې ژبې کارونې ته پاملرنه وکړو، زموږ ماشومان یې له وړکتوبه په هماغه بڼه زده کوي.
د وړکتون بله معجزه جادويي الفاظ نومېده. جادويي الفاظ یو څو کلمې وې چې ماشومانو د هغې په کارولو سره په لویانو جادو کوله. دا کلمې (هیله کوم، مننه، وبخښه، اجازه لرم او مهرباني وکړه) وې. دوی ته له پیله په وړکتون کې دا ورښودل کېدل چې د جادويي الفاظو په کارولو سره دوی ډېر څه لاس ته راوړی شي حتی ډېر ځله داسې څه چې لویانو په دوی منع کړي وي.
زما لپاره دا هم یوه پوښتنه وه چې د وړکتون په یوه ګروپ کې پېنځه ویشت تنه ماشومان یو ځای وو. دوی به په یو وخت د دوډۍ پر مېز راټولېدل او یو ځای به یې لوبې کولې. لېکن هر کله به چې ورغلې، دوی به په خپلو کې لوبې کولې یا به ډوډۍ ته په کراره ناست وو. د دوی د جنګ غږ به نه اورېدل کېده. یوه ورځ مې له یوې روزونکې پوښتنه وکړه چې زموږ په کورونو کې چې دوه درې ماشومان سره یو ځای شي نو یو خو د لوبو پر وخت خامخا پکې ژاړي.
روزونکې راته وویل: ماشوم ته له پیله باید دا وروښودل شي چې دلته څه ډول قانون حاکم دی. موږ دلته په هر وړوکي شي ماشوم ته نه په غوسه کېږو او وهل خو هېڅکله نه کوو. ماشوم وړوکی دی خو د ده وړکتوب د ده د کمعقلتوب په معنا نه دی، دوی په هر څه پوهېږي. ډېر ځله داسې پېښېږي چې یو ماشوم د بل پر ځای کېني. نوکه یو ماشوم په غوسه بل ته ووايي، پاڅېږه دا ځای زما دی. څه فکر کوئ چې هغه به بې له جنجاله د ده له ځایه پاڅېږي؟ نه، وار له واره به دواړه په ضد سره واوړي. موږ په داسې حالت کې ماشومانو ته د جادويي الفاظو د کارولو سپارښتنه کوو. جادويي الفاظ نه یوازې په ماشومانو بلکې د ماشومانو له خوا په لویانو هم ډېر مثبت اثر کوي. په داسې وخت کې لویان باید یو شي ته پام وکړي چې له خپل ټاکل شوي برید څخه وانه وړي. ځکه که ماشوم په دې وپوهېږي چې زه هر څه د څو کلمو په کارولو سره لاس ته راوړم، کېدای شي سو استفاده وکړي. دا ډېره مهمه ده چې ماشوم د (هو) تر څنګ د (نه) په اورېدو هم بلد وي او (نه) ورته په ریښتیا د (نه) په معنا اوسي.
د وړکتون د روزونکو یوه دنده دا هم ده چې ماشوم د ژبې په لحاظ ښوونځي ته تیار کړي. یو نورمال ماشوم تر شپږ کلنۍ پورې باید پېنځه زره کلمې زده وي تر څو وکړای شي په ښوونځي کې زده کړې پیل کړي. روزونکې د لوبو په اوږدو کې د ډېرو کلماتو معادلې کلمې ماشومانو ته ورښيي. د پیداګوژي له نظره دوی د کلماتو په اغېز ډېر تاکید کوي. مثلاً موږ که د یوه ماشوم پام کوم شي ته اړوو نو ده ته وایو: «دا وګوره» یا «دا وکسه». لېکن دوی ماشوم ته وايي: «دې ته ځیر شه» دوی د ماشوم پام له پیله د دې دوو کلمو تر منځ توپیر ته وراړوي. د دوی اصلي موخه دا ده که چېرې ماشوم په دقت سره د یو شي په کتلو بوخت شي نو ده ته خامخا پوښتنه پیدا کېږي او پوښتنې ذهن ته وده ورکوي، خو په دې شرط چې سم او دقیق ځواب ورته وویل شي.



