باغچه پښتو

د ماشومانو لپاره ۷ نا مناسبې جملې

ژباړه: نعیمه غني

۱-له خپل عمر سره سم چلند وکړه! یا هم: داسې کارونه مه کوه! لوی هلک/ لویه نجلۍ یې! کله کورنۍ د ماشوم کړنې انتقاد کوي، ځکه چې د هغوی کړنې پر لویانو بده اغیزه کړې وي. په داسې حال کې چې د ماشوم رفتار د هغه د احساساتو ښکارندوی دی او د لویانو دنده ده چې د خپل ماشوم احساسات درک کړي. که یو څلور کلن ماشوم نه پوهیږي چې څه غواړي او ژاړي، یا که یو شپږ کلن ماشوم د (واورې یا باران) په ورځ په کوټه کې تنګ شوی، غواړي بهر ووځي او ژاړي، دا دواړه د خپل عمر سره سم رفتار کوي. که څه هم موږ له ماشوم نه دا تمه لرو چې هغوی دې په خپلو کړنو سره موږ ونه ځوروي، خو د دې په ځای چې ماشوم ته ووایئ: له خپل عمر سره سم چلند وکړه! کېدای شي ورته ووایئ: معلومېږي چې ډېر په قهر یې، پوهېږم چې دې کار ډېر ناراحته کړی یې. دا او دې ته ورته مناسبې جملې ماشوم ته آرامش ورکوي او شرایط ورته د تحمل وړ ګرځوي.

۲-ټوکه مې وکړه: د ماشوم په قهرېدلي حالت کې له ماشوم سره لاس اچول ظاهراً ماشوم خندوي او هغه خوشحالوي خو په حقیقت کې دا یو ورانونکی عمل دی او په ماشوم باندې ناوړه اغېزه لري. کله چې ماشوم په غوسه دی، د هغه خندول د دې سبب کېږي چې یو بد احساس پیدا کړي. تاسو د ماشوم د والدینو په توګه دا دنده لرئ چې هغه حمایت کړی نه چې د هغې د آزار سبب شئ، نو که دا کار غواړئ کله مو چې ماشوم ځورېږي، تاسو ځان خوشحاله مه ښيئ.

۳-ولې د …….په څير نه یې؟ په پرتله کولو سره ماشوم فکر کوي چې په ټيټه درجه کې دي او دا د ماشوم د فعاله ساتلو لپاره سمه او مناسبه لار نه ده. کله چې ماشوم له خپل همزولي نه ځان ټيټ احساس کړي، خپله روحیه له لاسه ورکوي او له فعالیت څخه لاس اخلي. تاسو ته ښایي چې د خپل ماشوم کمزورۍ او ځواکمنتیاوې ومنئ او هغوی د خپلو اعمالو د اصلاح لپاره تشویق کړئ.

۴-منډې مه وهه چې لوېږې! د ماشوم ساتنې ته ستاسو له ټولې پاملرنې سره سره، دا ډول جملې د دې سبب کېږي چې ماشوم مو ولوېږي. ځکه هغه ته دا تلقین کوئ چې تاسو په تمه یئ چې هغه پر ځمکه پرېوځي. دا خبره ماشوم ته، چې غواړي خپلواک واوسي، ډېر زیان لري. ښه به دا وي چې هغه ته ووایئ: مخکې له دې نه چې منډه وکړې د بوټونو تسمې دې کلکې وتړه او درټولې یې کړه؛ او یا هم د ځمکې تیږو ته پام کوه. چې په دې صورت کې به مو د بوټونو یا د ځمکې له عیب نه خبرې کړې وي، نه د ماشوم له کمزورۍ نه.

۵-څه درته ووایم؟ ولې داسې پوښتنه کوئ چې په خپله یې هم په ځواب نه پوهېږئ؟ تمه مو څه ده چې ماشوم څه ځواب درکړي؟ کله چې پوښتنه کوئ: بوټونه دې چېرته وایستل؟ هغه په شیطانت او خندا ستاسو له څنګه تېرېږي. که تاسو د هغه له دې کار نه ځورېدلي یئ، ورته ووایئ: ډیره خفه یم چې مجبوره دې کړم تر څو د درېیم وار لپاره درته تکرار کړم چې بوټان دې د دهلېز په المارۍ کې کېږده.

۶-قول درکوم چې………: ماشوم ته نه باید ژمنه ورکړو او نه له هغه نه ژمنه واخلو. زموږ روابط باید د اعتماد او اطمینان په اساس وي. کله چې مور او پلار د خپلو خبرو د تأیید لپاره مجبور دي چې ژمنه ورکړي، په خپله په دې باندې اقرار کوي (کله یې چې وعده نه وي ورکړې نو هغه خبره یې د اعتبار وړ نه ده) وعده ورکول د دې سبب کېږي چې ماشومان له واقعیت نه لرې توقعات او غوښتنې پیدا کړي. که ماشوم ته وعده ورکړئ چې د جمعې په ورځ دې ژوبڼ ته بیایم نو ماشوم دا وعده یوه حتمي ژمنه او تعهد ګڼي او داسې فکر کوي چې د جمعې په ورځ به نه باران ورېږي، نه به موټر خرابېږي او نه به دی ناروغه کېږي.

له بلې خوا له ماشوم نه هم ژمنه اخیستل په دې اړه چې نور به سم چلند کوي او یا هم نور به دا نا سم کار نه تر سره کوي، مناسب کار نه دی. کله چې موږ له ماشوم نه ژمنه اخلو چې خپل بد عمل اصلاح کړي او یا په راتلونکي کې ښه چلند ولري نو ماشوم په نا غوښتلې توګه وعده ورکوي او دا ژمنه د هغه خپله ژمنه نه ده ځکه دا ژمنه د هغه په وس کې نه ده. موږ ته نه ښایي چې د دې ډول غولوونکو کړنو مشوق واوسو.

۷-یوه خبره څو ځلې درته وکړم؟ هغه میندې او پلرونه چې په نیشداره خبرو کې ذاتي استعداد لري، د ماشوم د رواني روغتیا لپاره یو لوی خطر دی. دا ډول میندې او پلرونه لکه کوډګر غوندې دي چې په خپلو کلماتو سره کوډې کوي او د ښو روابطو په مینځ ته راتګ کې خنډ پېښوي او د دې خنډ ګرځي چې د خپل ماشوم او د ځان تر منځ یوه سالمه عاطفي رابطه جوړه کړي. یوه خبره څو وار درته وکړم؟ کوڼ یې؟ ولې مې خبرې ته غوږ نه نیسې؟ دا میندې، پلرونه ښایي په دې نه پوهېږي چې په دا ډول کنایه لرونکو او نیش داره خبرو د ماشوم متقابل عمل راپاروي او دا سپکوونکې خبرې ماشوم تحریکوي او د هغه ذهن د انتقام له یوې خیالي نقشې نه ډکوي چې په نتیجه کې یې د هغوی روابط له ماشوم سره له مینځه ځي.

Share

نوري لیکني