باغچه پښتو

د ماشومانو کاروان

پیر محمد کاروان یوازې د لویانو نه دی، هغه د ماشومانو هم دی او ورته یې ډېر شعرونه او نور مطالب لیکلي دي.

یوازې په تېرو درې میاشتو کې د ماشومان د ادبیاتو کور په ټولنیزو پاڼو د کاروان صیب څو لیکنې او شعرونه خپاره شوي چې د مصطفی سالک خبره” د یوسف سترګې، باڼه دي ګوره یو تر بل حسین دي” او که زه ورپسې په همدې قافیه خپله خبره وکړم نو وبه وایم چې ګبین ګبین دي.

کاروان صیب د لویانو د شعر په پرتله هم د ماشومانو شعر کې ډېر صمیمي دی، دنیا ته یې ورننوتی، شا او خوا ښه لمسوي او هر تکي ورته ځانګړې موسیقۍ کې وړاندې کوي.

د کاروان صیب شعر ماشومانو ته وچ پیغام نه دی، بلکې لکه طاوس رنګینې وزرې ورکوي، چې د هر ماشوم زړه یې کور دی.

کاروان صیب ماشومانو ته منظومې کیسې هم ډېرې ښې او خوږې لیکي، چې ښايي یو لامل یې په ډرامه لیکلو کې د ده لوی لاس وي.

د ګرانو ماشومانوته دا سندربول کاروان دې د دوی د کوچینو لپو په هنداره ورغوو کې تل نمایان وي.

Share

نوري لیکني