د ډرامې لیکوال: پیرمحمد کاروان
د لوبو لویه میداني ده. ماشومان نجونې او هلکان په کې لوبې کوي. نجونې نانځکې لوبوي، سندرې وایي او چندرو کوي. ماشومان هلکان څوک فټبال کوي، څوک کرېکټ او څوک هم منډې وهي. د میدانۍ په هغه لرې برخه کې د ځوانانو د فټبال مسابقه روانه ده. کله کله د دوی د فټبال توپ د میدان بر سر ته هم را ورسېږي.
درې ګوزڼ ځپلي ماشومان د میدانۍ له څنډې لږ لرې ناست دي. د لرګو لکړې یې هم تر څنګ اېښې دي. دوی درې واړو تیږو ته تکیې وهلې دي. له میدانۍ ځکه لرې ناست دي چې د فوټبال یا د کرېکټ توپ د دوی خوا ته رانه شي او دوی پرې خوږ نه شي.
دا درې ګوزڼ ځپلي ماشومان په خپلو کې داسې خبرې کوي:
اول ماشوم: (نورو دوو ماشومانو ته وایي) ستاسې نومونه څه دي؟
دویم ماشوم: ستا نوم څه دی، اول دې ته خپل نوم ووایه.
اول ماشوم: زما نوم اولګل دی.
دویم ماشوم: ډېر ښه( لکړو ته یې ځیر کېږي) اولګله تا ته یې هم لکه چې د پولیو واکسین نه وو کړي؟
اولګل: (چې سوړ اسوېلی کوي) هی هی سر مه پسې ګرځوه. اوله ورځ وه چې دنیا ته راغلی وم. په هماغه ورځ چې زموږ کلي ته د پولیو د واکسینو ګروپ راغلی و….
دریمه ماشومه: (چې خبره یې نیسي) نو تا ته یې د پولیو واکسین ولې نه کول؟
اول ماشوم: (ژړغونی) خو مور او پلار مې فکر کړی و، چې یو ورځیني ماشوم ته به د پولیو واکسین ښه نه وي.
دویم ماشوم: مور او پلار دې ښه فکر نه دی کړی. که یې په هغه اوله ورځ د پولیو واکسین درته کړی وای، اوس به روغ رمټ وې.
دریمه ماشومه: همداسې ده، اوس به دې له ماشومانو سره لوبې کولې.
اولګل: (دویم ماشوم ته) ښه ته ووایه ستا نوم څه دی؟
دویم ماشوم: زما نوم دردمن دی.
دریمه ماشومه: (په خپګان) تا ته یې هم د پولیو واکسی نه دي کړي؟
دردمن: ( په خپګان او حیرانۍ) هو، په کومه ورځ چې زموږ سیمې ته د پولیو واکسین کسان راغلي وو، زه بیمار وم او له واکسینو پاتې شوم.
دریمه ماشومه: کاشکې مور او پلار دې په هماغه بیمارۍ کې د واکسینو ګروپ ته په غېږ کې وړی وای….
اولګل: هو نو، تر پنځو کلونو کم ماشوم چې بیمار هم وي باید د پولیو واکسین ورته وشي، که بد مې وویل؟
دریمه ماشومه: ډېر ښه دې وویل، د پولیو د واکسینو ډله همدا وایي چې که ستاسو ماشوم بیمار هم وي، له واکسینو یې مه پرېږدئ. ( د مرغانو سیل یې په سر تېرېږي، درې واړه ماشومان پاس ګوري)
اولګل: دوی ته یې حتماً په ماشومتوب کې پولیو وکسین کړی، هغه دی الوتلی شي.
دردمن: ( دریمې ماشومې ته) ښه موږ خو ځانونه در وپېژندل، زما نوم بیمار او (اول ماشوم ته په اشاره) د ده نوم اول ګل دی، اوس خورې ته ووایه چې ستا نوم څه دی؟
دریمه ماشومه: زما نوم نازولې دی.
اولګل: څومره ښایسته نوم.
دردمن: رېښتیا هم ډېر ښایسته نوم دی.
نازولې: (په خپګان) ښایسته نوم دی، خو همدا نوم ما ته بلا شو.
اولګل: (په پوښتنه) هغه څنګه، خورې؟
نازولې: خو په کومه ورځ چې زموږ کوڅې ته د پولیو د واکسینو ډله راغلې وه، زه خوبولې وم او….
دردمن: وی کاشکې مور او پلار دې ویښه کړې وای، او د واکسینو والو واکسین درته لګولی وای.
نازولې: (چې سوړ اسویلی کوي) بس څنګه یې کوې، نازولې وم، د مور او پلار زړه مې راباندې ونه شو چې ویښه مې کړي، زه یې همغه شان خوب کې پرېښودم. که واکسین راته شوي وای، اوس به مې له نجونو سره چندرو کولو.
اولګل: (په خواخوږۍ) خورې مه خپه کېږه، په مونږ خو داسې وشول، راځئ چې اوس درې واړه میندو پلرونو او کورنیو ته یوه یوه د کار خبره وکړو.
دردمن: سمه ده اولګله وروره!اول دې خپله خبره ته وکړه.
اولګل: اې د ماشومانو میندو، پلرونو او کورنیو! که ستاسو ماشوم نوی زېږېدلی وي، که د یوې ورځې هم وي، پام چې د پولیو له واکسین یې پرې نه ږدئ.
نازولې: (دردمن ته) دردمنه وروره! اوس دې ته هم خپله خبره وکړه.
دردمن: ګورئ میندو پلرونو او د ماشومانو کورنیو! که ستاسو ماشوم بیمار هم وي، د پولیو واکسین خامخا ورته ولګوئ.
اولګل: (نازولې ته) نازولې خورې! ستا د خبرو وار دی، ته میندو، پلرونو او د ماشومانو کورنیو ته څه وایې؟
نازولې: اولګله وروره، زه دا ورته وایم، که ماشومان خوبولي هم وي، میندې او پلرونه او کورنۍ دې یې راويښوي او د پولیو واکسین دې نه قضا کوي.
دردمن: باالکل دې یې راویښوي. هیله ده چې د ماشومانو میندې، پلرونه او کورنۍ د خپلو ماشومانو راتلونکي ښه ژوند ته پام وکي.
اولګل، دردمن او نازولې: (په ګډه په شور او ولوله) د مور وطن غېږه دې د پولیو(ګوزڼ) له خطرناک وایروس پاکه وي. لوی خدای دې د ګران وطن ماشومان له پولیو او له ګوزڼه په امان ولري.
په میدانۍ کې لوبېدونکي ماشومان نجونې او هلکان دوی ته ګوري او ټول په یوه غږ د الهي آمین نارې وهي.
د ډرامې د ختم موسیقي پورته کېږي




