ژباړن: شمس الله قمر
په یوه کلي کې یو غریب بزگر اوسېده چې یوه ښکلې لور یې لرله. بزگر به هر چا ته ویل چې زما لور له وښو څخه سره زر جوړولی شي. دا خبره اخر د هېواد پاچا ته ورسېده. پاچا نوکران ولېږل او د بزگر لور یې دربار ته را وسته. بیا یې یوې کوټې ته بوتله چې له بوسو او پروړو ډکه وه. پاچا د بزگر لور ته وویل چې تر سبا پورې له دې وښو څخه سره زر جوړ کړه. که دې جوړ کړل، زما مېرمن او د هېواد ملکه شې خو که دې جوړ نکړل نو سبا د خپل مرگ انتظار کوه.
جینۍ چې په کوټه کې یوازې پاتې شوه، اریانه دریانه وه چې څنگه له بوسو او پروړو څخه سره زر جوړ کړي. څومره ذکرونه او نفلونه یې چې وکړل، بوس او پروړې هماغه بوس او پروړې وو. سهار چې څومره رانږدې کېده، د جینۍ وېره او غم هماغومره زیاتېده. یو وخت یې فکر شو چې د کوټې په منځ کې یو ملنگ ولاړ و.
جینۍ وویل: ته څوک یې؟
ملنگ وویل: زه ملنگ یم. پر لاره تېرېدم چې ستا ژړا مې واورېده. ووایه څه مرسته کولی شم؟
جینۍ ورغبرگه کړه: زه د یوه غریب بزگر لور یم؛ پاچا وایي چې دا واښه راته په سرو زرو واړوه. که په دې کار کې بریالۍ شم، د پاچا مېرمن او ملکه به شم خو که ناکامه شوم، نو سبا ته مې وژني.
ملنگ چې د جینۍ وېره او ژړا ولېدل، زړه یې پرې وخوږېده او هغې ته یې وویل: زه کولی شم چې دا واښه درته سره زر کړم او ته د پاچا ملکه شې خو په یوه شرط چې خپل لومړی ماشوم به ما ته راکوې.
جینۍ د سباني مرگ له وېرې دغه شرط په ورین تندي قبول کړ.
ملنگ څه اوراد وویل او پر وښو یې چُف کړل. بوس او پروړې ټول په سرو زرو بدل شول. جینۍ ډېره خوشحاله شوه او ملنگ بېرته ځان تری تم کړ.
سبا چې پاچا راغی او یوه کوټه سره زر یې ولیدل، نو ډېر خوشحال شو او د جینۍ د واده جشن یې اعلان کړ. د غریب بزگر لور اوس د پاچا ملکه وه او ژوند یې په خوشحالۍ تېرېده.
کال تېر شو او د نوې ملکې په غېږ کې ښایستوکي ماشوم سترگې وغړولې. هره خوا جشنونه او خوشحالۍ وې. ماشوم ډېر ښکلی او خوږ و او د پاچا او ملکې دواړو زړونه ورپورې تړلي وو.
وختونه تېرېدل. یوه ورځ د ملکې په غېږ کې خپل ماشوم خندل چې هېر شوی ملنگ یې په مخکې راشین شو.
ملکې وویل: څوک یې؟
ملنگ وویل: هغه ملنگ چې ته مې له مرگه خلاصه کړې او یوه کوټه واښه مې درته سره زر کړل. اوس راغلی یم چې دا ستا په غېږ کې پروت خپل امانت یوسم.
ملکې په ژړا او زاریو پیل وکړ: هر څه چې غواړې و یې غواړه. زر، کالي، کور، ځمکه خو دا د زړه ټوټه مه رانه اخله. زه او پاچا به ورپسې مړه شو.
ملنگ چې د ملکې ژړا او زارۍ ولیدې، بیا یې زړه ورباندې وخوږېد او هغې ته یې وویل: سمه ده، خو په یوه شرط. درې ورځې وخت لرې، ما ته ووایه چې زه څه نومېږم؟ که دې زما نوم زده کړ، ماشوم به ستا وي او که دې راته و نه وایه، ماشوم به زما وي.
ملکې شرط ومانه. ملنگ ته یې ټول هغه نومونه واخیستل چې تر اوسه یې یاد ول خو چې هر نوم به یې ور یاداوه، ملنگ به سر وښوراوه او «نه» به یې وویل.
دویمه شپه ملنگ بیا راغی او ملکې ورته زرگونه نومونه واخیستل، مگر یو هم د ملنگ نوم را و نه خوت.
نن درېیمه او اخري شپه ده چې ملنگ به راځي او که یې نوم پیدا نشي نو د ملکې شهزاده به له ځان سره وړي.
ملکې خپل نوکران شاوخوا کلیو ته ولېږل چې ټول نومونه را زده کړي. ممکن یو پکې د ملنگ نوم وي.
ماښام نږدې و. نوکران یو یو راتلل او ملکې ته یې د را ټولو کړیو نومونو لیست ورکاوه. په اخر کې یو نوکر راغی او ملکې ته یې وویل: ما کوم نوم نه دی راوړی خو یوه سندره مې راوړې ده. په دښته کې روان وم. په یوه جونگړه کې یو ملنگ اتڼ کاوه او له ځان سره یې دا سندره ویله:
زه دربار ته ځم سبا
زوی به راوړم د پاچا
خدای قبول کړ زما سوال
نن بیخي ډېر یم خوشحال
شي به زما، ښایسته ماشوم
رمپل ډمپل مې دی نوم
ملکې چې دا سندره واورېده، بیخي ډېره خوشحاله شوه او نوکر ته یې لوی انعام ورکړ.
شپه چې را ورسېده، د ملنگ د کچکول شرنگی هم راغی. د ملکې مخې ته ودرېد او ویې ویل: ووایه چې زه څه نومېږم؟
ملکې وویل: سادهو.
– نه، نه غلط.
– مادهو.
– نه، نه غلط.
ملکې تندی تریو کړ او په سوچ کې ډوبه شوه. د ملنگ پر شونډو د بري خندا وغوړېده.
ملکې سر را جگ کړ او ویې ویل: نو ستا نوم «رمپل ډمپل» دی.
ملنگ چې دا نوم واورېد، یو دم په چیغو شو او په ژړا یې وویل: ضرور کوم جادوگر شته چې زما نوم یې درته ښودلی دی. بیا یې پښې دومره په زوره زوره پر ځمکه ووهلې چې ځمکه دوه ټوټې شوه او ملنگ په کې ډوب شو.
پاچا، ملكه او ماشوم له یوه بل سره خوشحاله پاتې شول.




