رسول الله ﷺ فرمایلي:
«يُجيءُ صاحبُ القرآنِ يومَ القيامةِ، فيقولُ: يا ربِّ، حلِّه، فيُلبسُ تاجَ الكرامةِ…»
ــ (الترمذي)
ژباړه: د قیامت په ورځ به د قران حافظ راشي، الله به یې ونازوي، سر ته به یې د عزت تاج ورکړي، او ورپسې به یې والدین هم ونازول شي.
او دا تاج به زمونږ د ګران عبدالله جان صدیقي په سر هم کېښودل کېږي.
هغه چې د ۱۳کلونو دی د خدای په مرسته او د کورنۍ په همکارۍ یې قران کریم حفظ کړ.
عبدالله صدیقي د ښوونځی د اتم ټولګي زده کوونکی هم دی او د انګریزي ژبې د زده کړې کورس هم تعقیبوي.
کورنۍ یې وايي، غواړي چې په دیني او عصري زده کړو دواړو سمبال شي.
دی په ورزشونو کې لامبو خوښوي.
عبدالله صدیقي د الحاج محمد فاروق صدیقي زوی دی.
عبدالله جان ته لا بریاوی او د عزت دا تاج دې د هر مومن او مسلمان پر سر کېښودل شي!




