حسینه همدرد
تور یې کالي دي
سپین یې ټکری دی
په مخ راخور یې
ګوته پیکی دی
وړه جنۍ ده
ته وا انۍ ده
پوهه یې ډېره
دا مکتبۍ ده
حوره ده حوره
د علم له نوره
وطن به جوړ کړي
وبه کړي توره
ربه ته ډېرې
بیخي بې شمېرې
دا جنګۍ کړې
د جهل له ویرې
لکه دا دنګ غر
وطنه هسک شې
الله اکبر !
الله اکبر !




