د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق ( یونسف ) نن شنبه د اکتوبر ۱۱ مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، که څه هم د افغانستان د ښوونې او روزنې سیسټم ډېرې نیمګړتیاوي لري، خو بیا یې هم د جوړېدو فرصت شته.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز لیرې کول، پر لومړنیو زړه کړو پانګونه چې په دې ډول به پرمختګ خوندي وکړي او هرې نجلۍ او هلک ته د زده کړې حق ورکړل ډېر مهم دي.
ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت په خپله ویب پاڼه لیکلي چې په ټوله نړۍ کې نجونې نن ورځ له لویو ننګونو سره د مقابلې لپاره پرمختګ کوي.
په بیان کې راغلي دي چې نجونې خپلې ټولنې تنظیموي، د اقلیمي عدالت لپاره مبارزه کوي او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش ویلي، هره نجلۍ، هر چېرې د برابرۍ ( مساوات)، فرصت او وقار مستحقه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي چې ډیری وختونه، د نجونو غږونه نه اوریدل کیږي او د دوی کړنې اړتیاوې او حقونه له پامه غورځول کیږي.
په راپور کې راغلي دي موږ باید د نجونو غږ اوچت کړو او دا ژمنه بیا تازه کړو چې په ګډ کار سره داسې نړۍ جوړه کړو چېرې چې هره نجلۍ پرمختګ او رهبري وکړي.
د ماشوم د ادبیاتو کور دې راپورونو ته په پام، د طالبانو له حکومت غواړي چې د نجونو پر زده کړو محدودیت لرې کړي.
دغه شان د دوی نورو ستونرو، کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو، د میراث له حقه د محرویت او ناوړو دودونو او رواجونو د ستونزو هواري ته هم پا واړوي.




