باغچه پښتو

مشوره

شاعر: پیرمحمد کاروان

أنخورګر: محمدالله مسعود

یوه سویه وه خپه وه

را ویښه به په شپه وه

شپه ورځ به ژړېدله

شپه ورځ به کړېدله

وړوکې یې کېږدۍ وه

په خوا کې د غونډۍ وه

یو درې بچي د دې وو

چې زړه ته ور نږدې وو

بچو یې وې چې مورې

خپه ولې را ګورې

وې مور یې مور مو جار شه

یو وار نه په وار وار شه

زه تاسو ته خپه یم

په ورځ او هم په شپه یم

پیسې مو تمامېږي

او بیې هم ګرانېږي

که خلاصې مو پیسې شي

مرګی به را پسې شي

خوراک به په څه اخلو

پوښاک به په څه اخلو

بچو کې یو هوښیار و

د عقل پوهې یار و

وې مورې داسې کار دی

دې کار ته سوچ په کار دی

راځئ داسې به وکړو

چې کار ته به زړه ښه کړو

دا ځمکه زمونږ شاړه

اباده به کړو واړه

کرو به نږدې لرې

غلې دانې ګازرې

مېوې دي که بانجان دي

پالک دي که رومیان دي

کرو به دغه واړه

بیا ګوره خواري لاړه

شي ډکې به مو څټې

او ښې به وکړو ګټې

په مینه مور په منډه

بچی ښکل کړ پر ټنډه

وې جار دې شمه جار دې

یو وار نه په وار وار دې

خبره دې کره ده

دا څه ښه مشوره ده

یوه سویه درې بچیان دي

په کار کې ښه روان دي

باغونه پالیزونه

څاګانې کارېزونه

دا جوړ دا یې کیندلي

خوندونه یې میندلي

Share

نوري لیکني