باغچه پښتو

د ماشومانو انځوریز کتابونه

اناهیتا روهي

لیزا یو نیم کلنه ده.

دوه شیان ډېر پرې ګران دي.

یو یې د خولې چوشک او دوهم یې له ټوکر او له قطعې جوړ شوي انځوریز کتابونه.

دا لا تر اوسه بشپړې جملې نه شي ویلی.

لیکن په خپله ماشومه ژبه دومره کلمې وايي چې اورېدونکی ورته حیرانیږي.

معمولا په دې عمر کې ماشومان یوه یوه کلمه زده کوي.

زه د لیزا د یوه وړوکي انځوریز کتاب او د هغې د منځپانګې په اړه دلته یادونه کوم.

کتاب مستطیل شکله لس سانتي په اته سانتي کې دی. له کلکې قطعې څخه جوړ شوی او ټول شپږ مخه دی. مخونه یې روښانه اسماني رنګ لري.

اول مخ ـ پر پوښتې د یوې وړې مرغابۍ انځور کښل شوی. د پاسه یې پرې لیکلي ( نیلي د دوستانو لیدو ته ورځي)

. دوهم مخ ـ د اوبو ډنډ، په بر سر کې شنه بوټي او له پاسه یې ناستې دوې چونګښې. تر څنګ یې لیکل شوي (دوو چونګښو ته سلام).

په درېیم مخ کې بوټي او چونګښې، تر لاندې یې درې کبان. پوښتنه شوې (درې واړه لوبې کوئ)؟

په څلورم مخ کې د اوبو په غاړه ونه، په ونه کې ځاله. په ځاله کې ناست څلور مرغزي. په یوه جمله کې لیکل شوي، (مور څلورو مرغزیو ته خواړه راړوي).

پینځم مخ کې نیلي بیرته خپلې مور ته په اوبو کې ورروانه ده. مور یې له څلورو نورو بچیانو سره په اوبو کې لامبو وهي. دلته لیکل شوي (مور (مرغابۍ) ته خپل پینځم بچی هم راغی.

په دې انځوریز کتابګوټي کې لیزا له طبیعت سره اشنا کیږي. رنګونه پیژني. چونګښې، کبان او مرغۍ ویني. په دې پوهیږي چې کب په اوبو کې ژوند کوي. مرغۍ په ونه کې ځاله جوړوي.

تر څنګ یې اعداد زده کوي. نیلي یوه ده. چونګښې دوې، کبان درې، مرغزي څلور او مرغابۍ پینځه. په همدې دریو پاڼو کې دومره خبرې نورې شته چې هره ورځ لیزا ترې نوي څه زده کولای شي. د لیزا په ژوند کې انځوریز کتاب دا رول لوبولی چې دا یې په ذهني لحاظ له نورو همزولو ماشومانو وړاندې کړې ده.

څیړونکي وايي تر دې دمخه چې ماشوم ښوونځي ته لاړ شي او لیک لوست زده کړي، اړینه ده چې له انځوریزو کتابونو سره بلدتیا ولري. دوی وايي هغه ماشومان چې تر ښوونځي دمخه له کتابونو سره بلد وي، د هغوی د ژبې فصاحت، د کلماتو زېرمه او د معلوماتو کچه له هغه ماشومانو سره چې له کتابونو لرې دي، توپیر لري.

له وړو ماشومانو سره د انځوریزو کتابونو لوستل او کتل له کورنۍ څخه را پيلیږي.

کله چې مور او پلار له ماشوم سره کیني او کتاب ګوري، لنډې جملې یې لولي او د کتاب په تصویرونو غږېږي، د مور، پلار او ماشوم تر منځ په خپله د یوې ارامې فضا ضمینه مساعدېږي. دغه ارامه فضا او د مور یا پلار له خوا ماشوم ته د کتاب د تصویرونو په اړه معلومات، له دوی سره د انځورونو په ګډه کتل له کتاب سره د ماشوم علاقې ته وده ورکوي او دا علاقه معمولا د ژوند تر پایه پاتې کیږي.

د ماشومانو په انځوریزو کتابونو کې معمولا انځورونه تخیلي وي. د دوی رنګونه او کارونه هنر دی. انځورګران هڅه کوي چې د انځورونو په واسطه د ماشوم ذهن له طبیعت سره وصل کړي.

ماشوم پرته له دې چې دا هر څه په طبیعي ډول ووینی او لمس یې کړي، هغه پیژني او کله چې یې په طبیعي ډول هغه ولیدل نو پرته له ستونزې یې نوم اخلي او هر څه ورته اشنا وي.

تر کورنۍ وروسته له انځوریزو کتابونو سره د ماشوم بلدتیا په وړکتون کې د روزونکو دنده ده.

ډېری ماشومان په کورونو کې د بیلابیلو دلایلو په وجه له دې امکاناتو محروم دي. خو روزونکې باید دې ته پام وکړي چې په څه ډول د ماشوم علاقه د انځوریزو کتابونو په وړاندې را برسیره کړي. انځوریز کتابونه د ماشوم ذهني وده پیاوړي کوي. د معلوماتو، د ژبې په سلاست، د تخیل اوخلاقیت په روزلو کې مهم رول لوبوي.

هغه ماشومان چې له وړکتوبه له کتاب سره روږدي شي په ځوانۍ کې هم د مطالعې لیواله وي.

دا به غوره وي چې د ماشومانو په ورځني پروګرام کې د انځوریزو کتابونو کتل او په تصویرونو یې د غږېدا لپاره وخت بیل کړو.

زه په خپله په کور کې له ماشومانو سره د کتاب کتلو ته تر وړکتونه ترجیح ورکوم. په وړکتون کې څو تنه ماشومان په یوه ګروپ کې وي. خو په کور کې یو یا دوه ماشومه په خپله غیږ کې کینولی شو. په ډېره مینه او په حوصله مندۍ سره په انځورونو غږېدای شو. د کیسې او د انځورونو اړوند میمیک جوړولی شو.

د ماشوم عمر ته په کتو سره یې پوښتنې ځوابولی شو او حتی د کیسې اوږدولو ته یې هڅولی شو چې دا په خپله د ماشوم د خلاقیت د روزلو تر ټولو غوره لار ده. په اروپا کې له شپاړلسمې پیړۍ را پدېخوا ماشومانو ته انځوریز کتابونه جوړېږي. په اوایلو کې د الفبا توري او ورسره اړوند د یوه ژوي یا د انسانانو د استفادې د وسایلو انځورونه کښل کیدل.

د ۱۷ پیړۍ په اوږدو کې فېبلس ډېر مروج وو چې د اوسني نوي فیبلس سره ډېر توپیر نه لري. په ۱۶۵۸ کال کې د Orbis Pictus * انځوریز کتاب خپور شو.

نوموړی کتاب تر نولسمې پیړۍ پورې ځکه د ماشومانو غوره انځوریز کتاب بلل کیده چې ماشومان یې له طبیعت سره وصل کول.

د اوسني وخت انځوریز کتابونه د محتوا، انځورونو او د ښکلا له پلوه بې ساري بلل کیږي. پخوا به یوازې په یو څو محدودو موضوعاتو انځوریز کتابونه جوړېدل. خو د ۱۹۸۰ کال را په دېخوا د ماشومانو انځوریز کتابونه په دې څلورو موضوعاتو(کیسییز، افسانوي، معلوماتي او د لوبو) سربېره په نقاشي، ګرافیک، رسامي، کاریکاتور، عکاسي او په سلهاو نورو موضوعاتو هم خپرېږي.

د نړۍ د معتبرو خپرندویه ټولنو تر منځ د یوې سالمې سیالۍ په بڼه د هرې موضوع لپاره انځوریز کتابونه په لوړ کیفیت چاپیږي. په دې هیله چې زموږ کورنۍ، وړکتونونه او خپرندویه ټولنې هم د ماشومانو د خلاقیت د ودې لپاره د انځوریزو کتابونو په دودولو او خپرولو کې د وخت او حوصلې سپما ونه کړي.

ماخذ: د جرمني ژبې ویکي پیدیا

Share

نوري لیکني