…
افغانستان، زمونږ د ټولې کورنۍ کور
مونږ ټول پکې یوخت راټول وو
د نوي کال په ورځ آرامه او خوشحاله وو
او د ورځې چې تری وتلي یوو،
ډیره موده کیږي سره یو ځاې شوي نه يو
هغه ښایسته خاوره اود ونو غوړې پاڼې
آه، زما په یاد دي هغه ښکلي یادونه…
د نارنج ونې او د انګورو تاکونه…
تودې ډوډۍ
لطفآ؛ کولې شم یوځل بیا خپل کورته لاړه شم؟
زه ترې ډيره لرې بل ملک ته راغلې یم
آه، چې څومره مې خپله خاوره یادیږي
نه پوهیږم دلته پاتې شم، که بیرته لاړه شم؟!
هیڅ نه پوهیږم، کاشکې لږ پوهیدلې؟
لطفآ،
کولې شم بیرته خپل کلي ته لاړه شم؟
زه د افغانستان د ونو پسې ډیره خپه یم…
زه په یوه نوې دنُيا کې یم چې داهرڅه رانه ډیر لري. دي …
خو…هیله او دُوعا کوم چې نور جګړې ونشي…
زه داسی یو لمر ته ولاړه یم چې په ویلې کیدو دی…
له ياده نشم ايسلې چې
د افغانستان په زړه به همدا اوس څه تیريږی او څه به احساسوي؟!
تلوسه اشنا




