باغچه پښتو

د ادبیاتو ونډه د شخصیت په جوړولو کې

لیکواله: نعیمه غني
ډېر ځله به مو اورېدلي وي چې زده کوونکي شکایت کوي چې د هغوی په کتابونوکې یو ملي اتل، شاعر، لیکوال یا ټولنیز شخصیت په کراتو کراتو معرفي شوي دي. هر ځل همدا خبره شوې ده چې هغه کس څوک و، څه مهال یې ژوند کاوه او څه کارنامې لري. دا خبره اوسنۍ نه ده. له پخوا نه دا دود و چې د ملي او افسانوي اتلانو او نورو مؤثرو شخصیتونو کیسې او افسانې به د سرودونو اوسندرو په بڼه په خاصو جشنونو او مناسبتونو کې په شفاهي ډول ویل کېدې، میندو به دا کیسې د للو، للو په بڼه خپلو ماشومانو ته وراورولې. ماشومان به د دې کیسو په زده کولو مکلف وو. د ښوونې او روزنې له بنسټونو څخه یو همدا سرودونه او افسانې وې. د افلاطون د تدریس له مهمو ټکو څخه یو دا و چې د هغه شاګردانو به د یونان د شاعرانو د شعرونو وړې وړې ټوټې یادولې او کله کله به د متروکې (قمچین) په زور دې کار ته اړ کېدل. همدا راز د زردشت د تعلیم په اصولو کې هم دا خبره شامله وه. د هغه په زمانه کې د تعلیم لومړنۍ دوره په اوه کلنۍ پیل کېده او اته کاله یي دوام کاوه. په دې موده کې تاریخي کیسې له افسانو سره یو ځای کېدې. د نیکو اشخاصو کارونه او همدا راز د پلرونو او نیکونو کارنامې به د نکلونو او شعرونو په بڼه زده کوونکو ته تدریس کېدل چې د هغوی د عبرت او پند سبب شي او هم له خپل تاریخ نه خبر شي. همدا راز ابن سینا بلخي هم د نورو زده کړو تر څنګ د دا ډول شعرونو زده کول د اخلاقو او ادب ضامن ګنل او د هغو په زدکړه یې ټینګار کاوه. لنډه دا چې زده کونکي تل د دا ډول شعرونو او د مشرانو د کارنامو په یادولو مکلف وو.
خوپوښتنه دلته ده چې دا بیا بیا تکرار یوازې د عبرت او تاریخ پوهنې لپاره دي که بله ګته هم لرې؟
د ښوونې او روزنې ماهرین وايي دا معلومه نه ده چې یوه کیسه، افسانه او یا هم شخصیت کله په چا اثر کوي. خو ماشومان او زلمکي هغه د ځان لپاره (آیډیال یا مثال) ټاکي او د هغه په پله پل ږدي. ښایي یو کس به ډېر ځله د یو چا د شخصیت او د هغه د ژونداو یا هم د یوه افسانوي اتل په اړه خبرې اوري خو په یو خاص زماني مقطع کې داسې فکر کوي چې د ده او هغه شخص یا اتل تر منځ ورته والی شته او د دواړو عقیده، موخه او افکار سره یو دي. که ماشوم د کم عمر وي، فکر کوي چې د دوی عادتونه او ظاهري بڼې لکه څېرې، ناستې ولاړې او ‌‌ذوقونه سره ورته دي. ماشوم هڅه کوي د هغه په پله پل کېږدي، د هغه موخې خپلې کړي او ژوند ته د هغه له لیدلوري وګوري. د کم عمر ماشوم بیا د هغه له جامو، عادتونو او د خبرې کولو له طرز څخه تقلید کوي او ان د هغه اتل نوم په ځان ږدي. له همدې سره د هغه شخصیت جوړېږي. دا ټول د سړي ژوند او موخې بیخي بدلوي او له هغه یو بېل کس جوړوي چې د لومړي کس په پرتله به پوخ، پر ځان ډاډه او د ټاکلې موخې څښتن وي.
خو خبره دومره آسانه هم نه ده، که دا اغېزه د یو منفي کرکتر له خوا وي نو په دې حالت کې به له اغېزمن کس نه یو خطرناکه منفي شخصیت جوړ شي چې مهار کول به یې ستونزمن وي. په نړۍ کې به داسې کسان ډېر کم وي چې په محسوسه یا غیر محسوسه توګه د یو چا له شخصیت نه متأثره نه وي. ډېر ځله به موله خلکو اورېدلي وي چې وایي په پلانکي وخت کې مې د پلانکي اتل، عالم، سیاستوال او یا کوم بل شخصیت په اړه واورېدل او یا مې ولوستل، زما نظر د هغه په اړه بدل شو، هغه مې درک کړ، خوښ مي شو، که زه هم د هغه پر ځای وای نو همدا لاره به مې خپله کړې وای …. د دې ټولو خبرو پایله دا ده چې دغه خواخوږي، درک او د نظر یوالی په اصل کې په اورېدونکي یا لوستونکي باندې د نوموړي شخصیت اغېزه څرګندوي. دا اغیزه سړی اړ باسي چي د اتل په اړه فکر وکړي، له ژونده یې ځان خبر کړي، د هغه له ستونزو خبر شي او وګوري چې د ده اتل د ستونزو د حل لپاره کومې لارې غوره کړې دي. بیا سړی ورو ورو د هغه د لارې لاروی شي. همدې ته د آیډیال یا مثال غوره کول وایي.
نو که د یوه کس په تېره بیا د ماشوم په ژوند کې، مثبت اتلان او د نیکو شخصیتونو کیسې زیاتې تکرار شي، کېدای شي چې ماشوم د هغوی له ډلې څخه ځان ته آیډیال وټاکي، د هغه په پله پل کېږدي او د هغه په څېر د یو مؤثر او نیک شخص په توګه را څرګند شي. کیدای شي ووایو همدا د آیډیال ټاکنه او د یوه شخصیت تاثیر له یوه عادي شخص څخه قهرمان جوړوي. ماشوم دا کار پرته له دې کوي چې ورته اړ ایستل شوی وي او یا چا ورته نصیحت کړی وي چې داسې وکړه. هغه په خپله خوښه د ځان لپاره د ژوند سمه لاره ټاکي. په نوره نړۍ کې دې کار ته پوره پاملرنه کېږي او د مختلفو اشخاصو لارویانو ته د هماغو شخصیتونو په نومونو ټولنې او کلپونه جوړېږي. خلک کلونه کلونه د دې ټولنو غړي پاتې کېږي اوپه دې کار ویاړي .
یو چا ویل چې په یو بهرني هیواد کې یې چې کله د یوه لیکوال له کوره چې اوس په موزیم بدل شوی و لیدنه کوله نو د هغه ځای یوه مسووله چې یوه پیغله نجلۍ وه د یو کټ په راښودلو سره په ژړا وویل: (دا هغه کټ دی چې ښاغلي لیکوال په هغه ساه ورکړه.) دا د هغې مینې څرګندونه وه چې دې له هغه لیکوال سره لرله.
او دا مینه هغه وخت ممکنه ده چې سړی د خپل آیډیال شخصیت په اړه پوره معلومات ولري، پوره یې وپېژني او پېژندګلوي هغه وخت کېدای شي چه د یو کس د ژوند بېلابېل اړخونه مطالعه شي.
ویلای شو چې ادبیات د یوې سالمې ټولنې په جوړولو او اصلاح کې تل مخکښ او لار ښود وو. که له یوې خوا یې د خلکو ادبي تنده خړوبه کړې له بلې خوا یې پر خلکو اغېزه کړې، د ژوند لوری یې ټاکلی دی. دا سلسله به روانه وي.
زموږ د ښوونځیو په کتابونو کې د لویو لیکوالو، شاعرانو، ملي اتلانو او پوهانو په اړه مطلبونه شته خو په داسې بڼه نه دي لیکل شوي چې زده کوونکو ته هغوی سم وروپېژني، یوازې دومره راغلي دي چې مثلاً احمد د محمود زوی و، په دې کال کې وزېږېد، دغه دغه کارونه یې وکړل او په دې کال کې وفات شو. دا معلومات وچ دي، د لوستونکي عواطف او احساسات نه پاروي، لوستونکي له دې شخصیتونو سره ګډ احساس نه پیدا کوي. په همدې وجه زموږ زده کوونکي له داسې درسونو شکایت کوي. پکار ده چې دې مسألې ته اهمیت ورکړل شي، شخصیتونه دې په داسې خوندوره بڼه معرفي شي چې زده کوونکي هغوی درک کړي، ورسره عاطفي رابطه احساس کړي او د هغوی له کړو وړو څخه اغېزمن شي.

Share

نوري لیکني