باغچه پښتو

سیند او کب

عبدالحميد حکيمي

سيند په غاړه کور زما

خوښ د اوبو شور زما

کبان پکې لامبو وهي

بق، بق غوټې ورو ورو وهي

رنګونه یې دي ښکلي

ښه پاک دي نه ناولي

خو ګیر کې د اجل

دوی نیسي په یو چل

بابا سره دې جال

کبان دي په جنجال

Share

نوري لیکني