د دغې مجلې مسوول مدیر شفیع اتل “د ماشومانو کاروان” په اړه ازادي راډیو ته ویلي:
«موږ درې ـ څلور کسه نېږدې دوستان سره راټول شوو او په دې باندې مو فکر وکړ، چې په اوسني وضعیت او اوسنیو شرایطو کې، چې په افغانستان کې دا شان حالات روان دي او له بده مرغه د ښوونځیو او ښوونې او روزنې کیفیت ښه نه دی، څه کولای شو؟ څنګه کولای شو چې رغنده رول ولوبوو؟ په لومړي ګام کې مو دغه هدف وټاکه چې پر مجلې کار پیل کړو.»
“د ماشومانو کاروان” مجله، چې رنګه او مصوره ده، ټول ۶۱ مخونه لري.
دا چې څه ډول مطالب په کې خپاره شوي، ښاغلي اتل یې په اړه ازادي راډیو ته وویلي:
“د ماشومانو کاروان مجله موږ په درېوو ژبو خپروو؛ پښتو، دري او ازبېکي. موږ په هغو مطالبو باندې ډېر تمرکز کړی دی چې وکولای شي ماشومانو ته په فکري او ذهني لحاظ وده ورکړي”
ښاغلی اتل وايي، “د ماشومانو کاروان” مجله د اوس لپاره په هرو درېوو میاشتو کې یو ځل خپرېږي. نوموړی زیاتوي، که چېرې دوی امکانات تر لاسه کړل، نو په کاغذي ډول به هم دا مجله چاپ او تر افغان ماشومانو ورسوي: “مجله اوس په ډېجیټال بڼه موږ خپره کړې ده، خو که له مالي اړخه موږ څه امکانات پیدا کړو یا یې ولرو، نو حتماً به دا مجله چاپ کړو.”
دی وايي، اوس مهال د دې انلاین مجلې ډېرې لګښتونه دوی خپله پرې کوي.
“د ماشومانو کاروان” مجله داسې مهال خپرېږي، چې په هغه هېواد کې په ټوله کې، په ځانګړي ډول ماشومانو ته د خپرونو په برخه کې جدي تشه موجوده ده.
مخکې دوی ته وخت په وخت د کمکیانو انیس، اکوبکو، باغچه، تربیت، نونهالان او یو شمېر نورې مجلې چاپېدې، چې بېلابېل بوختوونکي، ښوونیز او روزنیز مطالب به په کې شامل وو.
د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور نشراتي مسوول، لیکوال او شاعر پیرمحمد کاروان، چې “د ماشومانو کاروان” مجله یې لوستې، په اړه یې ازادي راډیو ته وویل:
“زما په نظر د وطن د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده. ما یې ټول مطالب ولوستل، ډېر خواږه او ډېر صمیمانه وو، د ماشومانو په ژبه وو او د ماشومانو لپاره ډېر عالي پیغامونه په کې وو.”
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د چاپېدونکو مجلو یوه لویه ستونزه د مطالبو کمښت هم و، ځکه د ماشوم د ادب په برخه کې ځانګړي لیکوالان کم دي او دې برخې ته ډېر پام نه دی شوی.
د ماشوم د ادبیاتو کور چې په ۱۳۹۱ لمریز کال د ماشومانو د ادبیاتو د یو شمیر لیکوالو له خوا جوړ شوی او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دی، مخکې غوښتنه کړې وه چې د ماشوم ادبیات باید د افغانستان د ټولو دولتي پوهنتونونو د ادبیاتو او ښوونې او روزنې په تدریسي پروګرامونو کې شامل شي، په دې برخه کې سیمینارونه جوړ او لیکوالان وروزل شي.




