باغچه پښتو

په جرمني کې افغان ماشومانو ته د کیسو ویلو پروګرام

د المان په بن ښار کې د افغانیک دفتر چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې په دغه هیواد کې د افغانانو د ادغام، کډوالۍ او دوی ته د مورنۍ ژبې د زده کړې په برخه کې کار کوي، هره میاشت افغان ماشومانو ته د دوی په مورنۍ ژبه د بیلابیلو لیکوالانو ممثلینو او د هنر د خاوندانو له خوا د کیسو ویلو حضوري او انلاین پروګرامونه جوړوي.

د افغانیک دفتر دا ځل په افغانستان کې د پلار پروډکشن مشر او تکړه ممثل فضل احمد انیس په مرسته په المان، هالنډ، بلجیم، لندن او جرمني کې میشتو اوسیدونکو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه “پښتو”بیلابیلې کیسې وړاندې کړې.

انیس ماشومانو ته “د مرغه اباد”، “د پاچا سپي” او “ګیدړې” کیسې واورولې

او ورته یې د کیسو له لارې د ټولنیزو ادابو مرعاتولو پیغامونه ورکړل.

انیس وویل د خپل کلتور، فرهنګ او دود راژوندي کول او ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړې ورکول یو لوی کار او خدمت دی، چې افغانیک دفتر برابر کړی دی.

د افغانیک دفتر مشر ډاکټر یحيا وردګ په راتلونکي کې د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو ژمنه هم وکړه.

د یادونې ده، چې افغانیک دفتر ماشومانو ته د پښتو ژبې د زده کړی تر څنګ د الماني ژبې د زده کړي، رضاکارنه فعالیتونه او ګڼ نور پروګرامونه هم جوړوي.

په وروستیو نېږدې دریو کلونو کې د افغانانو راتګ بهرنیو هیوادونو ته او هلته د مورنۍ ژبې زده کړه، ښایي د دوی لپاره ستونزمنه وي، خو د افغانیک په څېر ځینې بنسټونه دا خدمتونه دوی ته په وړیا ډول وړاندې کوي.

Share

نوري لیکني