لیکواله: اریا ودان
مسکا زما شپږمه خور ده چې ښوونځي کې یې زموږ په څېر درس نه دی لوستی. تېره میاشت د اسد په ۲۸ نېټه (۱۲) کلنه شوه. دې باید پنځه کاله مخکې ښوونځی پیل کړی وای، یا هم تر هغه مخکې، خو متأسفانه په کلي کې ښوونځی نشته، ولی چې په هغه کې یوازې هلکانو ته اجازه ده چې درس ووایي. د جمهوریت له وخته…
مسکا اوس زما درېیمه شاګرده ده چې خپل ټول کوشش کوي چې درس ولیکي، حداقل خپل نوم ولیکي، او خپل مشکل حل کړي. مسکا خپله راتلونکې اوس توره ویني،
خو بیا هم کورنۍ یې په تشویق، ستاینې او روښانه فکر، دې ته جرئت ورکړی چې درس ووایي.
د اوس لپاره درې شاګردانې لرم، دوه مې خویندې او یوه مو ګاوندۍ ده…
په ۲۰۲۲ کال کې مې پیل وکړ چې نجونو ته درس ورکړم،
ځکه درې کاله مخکې موږ په کلي کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی و، بکسې، قلمونه او کتابچې راکول شوې وې، ولی بېرته بند شو او هغه بکسې، کتابچې او قلمونه موږ له ځینو نجونو سره وو او له ځینو سره نه وو. له دې فرصته مو ګټه واخیسته او د درس لیکل مو پیل کړل…
ځینې به زموږ کور ته راتلې او ځینو ته بیا زه ورتلم. هغوی چې اجازه یې لرله چې راشي، خپل کور کې مې درس ورکاوه، ولی ځینو ته بیا زه ورتلم؛
هغوی چې بکسه، قلم او کتابچه یې نه لرل، بیا به ما خپل له ځانه ورکول…
کرار کرار، هغوی چې کور ته یې ورتلم، د کورنۍ له امله مجبوره شوې چې درس پرېږدي، ځکه معلومه وه چې نه غواړي نجونې درس ووایي.
موږ ځینې وختونه د دې پر ځای چې د خپل زړه خبره واورو یا منطقي فکر وکړو، د خپلو اولادونو اینده په پام کې ونیسو، د کور او کلي خبرې اورو.
ځکه په کلي کې مو اوازه وه چې هره نجلۍ چې درس وایي، هغه ښه نجلۍ نه ده…
نو کورنیو اجازه نه ورکوله چې نور درس ووایي، حتی پر ما هم…
هغوی چې زه به یې کور ته تلم او درس مې ورکاوه، نامزادې شوې… مجبوره شوې چې درس پرېږدي؛
او ځینې بیا د کورنۍ او کلي خبرو مجبوره کړې چې درسونه پرېږدي…
ولی نن مسکا غواړي د هغو نجونو څخه ونه اوسي چې په نیمایي کې یې درسونه پرېږدي…
ځکه د کورنۍ ملاتړ ورسره دی…



