وه نه وه، یوه مهربانه او ښکلې نجلۍ وه چې هر چا به ورسره مينه کوله. د هغې انا ورته يوه سره خولۍ ډالۍ کړې وه. نجلۍ به تل هماغه خولۍ پر سر کوله، نو ځکه خلکو هغې ته « سره خولې نجلۍ» ويل.
يوه ورځ مور ورته وويل:
«لورې! دا د خوړو ټوکرۍ خپلې انا ته يوسه. هغه ناروغه ده. خو په لاره کې له پرديو خلکو سره خبرې مه کوه او له سمې لارې مه اوړه.»
نجلۍ ټوکرۍ واخيسته او د خپلې انا کور ته روانه شوه چې د ځنګل هاغاړه و.
په لاره کې يو مکار لېوه ورسره مخ شو او پوښتنه يې وکړه:
«کوچنۍ نجلۍ! چېرې ځې؟»
نجلۍ، چې د لېوه له چل څخه ناخبره وه، وويل:
«د خپلې انا کور ته ځم. هغه ناروغه ده او زه ورته خواړه وړم.»
لېوه له ځان سره وويل:
«نن به هم نجلۍ وخورم او هم به يې انا!»
نو په چټکۍ سره له لنډې لارې د دې د انا کور ته ولاړ هلته يې انا په يوه کوټه کې بنده کړه، د هغې کالي يې واغوستل او د هغې پر کټ پریوت.
څه شېبه وروسته نجلۍ کور ته ورسېده. کله چې کوټې ته ننوتله، نو حيرانې شوه او ويې ويل:
«انا جانې! ستا غوږونه ولې دومره غټ دي؟»
لېوه وويل:
«دې لپاره چې ستا خبرې ښې واورم.»
نجلۍ بيا وپوښتل:
«او ستا سترګې ولې دومره غټې دي؟»
لېوه وويل:
«د دې لپاره چې تا ښه ووينم.»
نجلۍ يو ځل بيا وپوښتل:
«او ستا غاښونه ولې دومره غټ او تېره دي؟»
لېوه په لوړ غږ وويل:
« دې لپاره چې تا ښه وخورم!»
هماغه شېبه يو ښکارچی، چې د کور تر څنګ تېرېده، د نجلۍ غږ واورېد. هغه ژر کور ته ننوت، لېوه يې وشاړه او انا يې وژغورله.
سرې خولې نجلۍ له دې پېښې زده کړل چې بايد د مور او پلار خبرې واوري او له پرديو خلکو سره په احتياط چلند وکړي.
له همغې ورځې وروسته نجلۍ او انا يې په خوشحالۍ او امن کې ژوند وکړ.



