شاعر: شمس الله قمر
په کنډو ختلی لمر
زه مینځمه مخ او لاس
ته چای راکه یو ګیلاس
زه مې اغوندم جامې
ته مې وتړه توکمې
په بکسه کې به کړم سم
کتابچه، کتاب، قلم
روانېږم پخپل وخت
چې په ما نشي ناوخت
پاک مې ځان پاک مې لباس
تېروه مې په سر لاس
ځم چې زده کړم علم و فن
جوړومه خپل وطن




