محمد الله مسعود، پکتیا
نن مو په ښوونیز مرکز کې د کتاب په لوستلو، ارزښتونو ، ګټو او ګڼو نورو مسایلو باندې خبرې وکړې. پیل د قران کریم په مبارکو ایتونو وشو . ورپسې مو د دې ښکلې ورځې د مبارکۍ په ویاړ وینا وکړه .
په دې غونډه کې له موږ سره د پښتو ژبې درانه مشران لکه هر یو پېژندل شوي شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان، استاد لعل پاچا ازمون، استاد لطیف بهاند او نوموتي کیسه لیکوال او ژورنالیست ایمل پسرلی هم ملګري و.
د دوی خوږې او علمي خبرې مو رده کوونکو ته واوراولې. هغوی پرې خبرې وکړې . وروسته یې مهم لنډېزونه ولیکل.
د غونډۍ په جریان کې مو د ځینو لیکوالو په خبرو بحثونه وکړل او دوی په کاغذونو کې خپل نظریات راته ولیکل.
اخیر کې مې دیرش ټوکه کتابونه پرې وویشل ، چې ډیرۍ یې ناولونه و . دا کتابونه مې د پنجشنبې په ورځ له ګردېزه ورته راوړي و.
اوس به د څو شاګردانو نظریات ولیکم .
ماهر: کتاب نه هیریدونکې ډالۍ ده.
نورالله: کتاب هغه ګل ده چې لوستونکو ته یې خوشبو رسي.
رحیم الله: زموږ ماغزه د ونې په څېر دي او اوبه د یو کتاب حیثیت لري. که اوبه ونې ته ونه رسېږي، نو وچېږي. که موږ کتاب مطالعه ونه کړو، ذهن به مو وچ شي.
اسامه: کتاب ته وخت ټاکل مهم دي.
شمس الله: که ماغزه مو روغ نه وي، نو کتاب ولولئ.
مصطفی: کتاب هغه خوږ ملګری دی چې زړه ته سکون او ښکلا ورکوي.
ارمان الله: کتاب هغه بهترین ملګری دی، چې زه یې د ستایلو لپاره الفاظ نه شم راوړلی.
امان الله: کتاب هغه لمر دی چې روښنايي یې ستا په لاس کې ده.
نعمت الله: کتاب د ژوند ښکلا ده .
رحیم الله: کتاب زموږ ژوند، مینه، بریا، خوښي او هر څه دي. خو مهمه دا ده چې موږ ورته احترام او فکر وکړو.





