باغچه پښتو

راشؽ چې هوا وکوو!

ارش ننګيال

دوهمه برخه

هغه کلی چې خلکو به ورته، د جنت یوه باغچه ویله، هغه کلی چې خلکو به ورته د ځمکې پر سر جنت وايه، داسې شړ شو چې د ژوندیو له اوسېدو ووت.

هغوی چې د کلي له ودانۍ نه نا هیلي شول او یوازې د ښې ورځې دوستان وو، له کلي یې کډې بار کړې او لاړل. خو ځینو لا هم امید درلوده او له خپل کلي او طن سره یې مینه درلوده.

په هغه لوی کلي کې چې پخوا به په کې بې شمېره خلک اوسېدل، اوس په کې یوازې څو کورونه او د کلي سرته زیارت کې یو ملنګ بابا پاتې و او بس.

هغه کورونه چې اوس هم په دې کلي کې پاتې وو، هر وخت به یې خپلو ماشومانو ته د کلي کیسې کولې، ورته ویل به یې:

ـ بچیانو! په کومه ویاله کې چې اوبه تېرې شوې وي، بیا هم تېرېږي، خدای (ج) مهربانه دی.

یوه ورځ به زموږ کلي بېرته ودان شي، تل به دا سختې شپې ورځې نه وي، دا مو وطن دی، وطن خو نه شو پرېښودای. هغه وخت چې کلی ودان و هم زموږ و، اوس چې وران دی هم زموږ دی. موږ وران کړی او موږ به یې ودانوو.

دې کلیوالو لا هم هیله او امید له لاسه نه و، ورکړی. دوی تل هڅه کوله چې کلی بېرته سمسور شي خو دوی نه بریالي کېدل، دوی به هڅه کوله خو نه پوهېدل چې څنګه خپل کلی بېرته سمسور کړي، دوی نه بل ځای لیدلی و او نه په لیک لوست پوهېدل چې څه شی ولولي چې د خپل کلي د بېرته سمسورتیا لاره چاره پیدا کړي. ځکه خو وايي چې، نا لوستي ړانده وي او علم روڼا وي.

د کلي خلکو به له ډېرو لرې ښارونو په ډېر زحمت کور ته غله دانه راوړه، دوی اوبه هم په بیه اخېستې، په یو خرپ اوبو پسې لرې لرې ځاینو ته پسې ورتلل او یا به یې د باران اوبو ته لوی، لوی ډنډون جوړ کړي وو چې اوبه پکې ‌ذخیره شي چې دوی ترې ګټه واخلي. لنډه دا چې د دوی ژوند له ګړاوونو ډک و او دا هرڅه دوی په خپله په ځان کړي وو.

د خدای (ج) کړه دي، ډېر کلونه وروسته په کلي کې درې همزولي ماشومان خدای پاک راپورته کړل.

دا ماشومان، لمر، امېل او وړانګه نومېدل، امېل او وړانګه خور او ورور ول او لمر یې ماما و. دوی به تل د کورنیو له مشرانو نه د خپل کلي کيسې اورېدلې او په دې یې فکر کاوه ، څه وکړي چې له دې بدبختۍ څخه کلیوال خلاص کړي او کلی بېرته ودان شي…؟

لمر په دوی کې لږ څه مشر و، ځواکمن او زړور هلک و، خو هر کار ته به وارخطا و.

امېل بیا داسې نه و، هغه ډېر شوخ او مسخره و، له تنې نه وړوکی خو نور بیا ډېر چالاکه او ټوکي و.

وړانګه هم ډېره هوښیاره او چالاکه نجلۍ وه ، وړانګه لمر او امېل نه وړه وه خو ډېره هوښیاره او زړه وره نجلۍ وه، کارونو کې یې ډېر کوښښ کاوه. درې واړو ښه ملګرتيا لرله.

دوی به ټوله ورځ په دې اړه خبرې کولې چې په څه ډول خپل کلی بیا ودان کړي. یوه ورځ درې واړو، لمر، امېل او وړانګې پرېکړه وکړه چې نن به د اوبو سرچینې ته ورځي او د اوبو د نه راتلو لامل به مالوموي.

سهار وختي درې واړه، د غره په لور روانیږي. کله چې د کلي بر سرته رسېږي، زیارت ويني او وايي:

ـ اې ! راځئ چې د ملنګ بابا دعا واخلو، بیا به غره ته روان شو. ملنګ بابا ډېر ښه او پوه سړی دی.

لمر په قهر ووېل:

ـ نه نه! کلیوالو خو له منلګ بابا سره تګ راتګ بس کړی دی، که کور کې خبر شي چې موږ د ملنګ بابا لیدو ته ورغلي یو بیا…؟

امېل په بیړه وویل: نو کلیوالو کوم ښه کار کړی دی…؟ مورې مې وايي چې ملنګ بابا ډير ښه او پوی انسان دی مور مې دا هم وویل چې کلیوال پرې ملامته دي.

وړانګه په بې پروایئ روانېږي او وايي:

ـ تاسو په خوشې خبرو پسې ګرځي! مور مې وايي، الله پاک د نېکو خلکو دعا قبلوي، ملنګ بابا هم ښه سړی دی، دعا به یې واخلو دې کې نو څه تاوان دی؟

لمر یې مني او درې واړه ملنګ بابا ته ورځي.

روغبړ ورسره کوي، ملنګ بابا له ماشومانو پوښتنه کوي:

ـ له خیره، بلا مو واخلم…؟ دې خوا مو څنګه را پېښه وکړه؟ تاسو خو زما لمسیان یاستئ.

وړانګه مخې ته ورځي په خوشالۍ ورنه پوښتنه کوي:

ـ ملنګ بابا ته مو پېژنې؟

ملنګ بابا ورته په خندا شي او وايي:

ـ ستاسو مشرانو خو ما سره راشه درشه نکوي خو زه تاسو ټول پېژنم، زه ستاسو بابا یم، څه پردي نه یو.

دې وخت کې امېل د ملنګ بابا مخې ته کېني او وايي:

ـ ملنګ بابا! موږ ته دعا وکه چې په خپل کار کې بریالي شو.

لمر هم په خبرو کې ور لوېږي:

ـ ملنګ بابا! موږ یو ډېر مهم کار پسې راوتلي یو، موږ ته ښه پخه دعا وکه، چې هاخوا نه ځان سره سېند هم راولو.

د لمر له دې خبرې سره ټول پهخندا کېږي .

کله چې ملنګ بابا د ماشومانو له پلان نه خبر شو ناڅاپه له ځایه پورته شو، ښکته پورته یې منډه رامنډه کړه، بیا یې اسمان ته لاسونه پورته کړل او شکرونه یې ووېستل، لکه کلونه، کلونه چې د دې خبرې په تمه و. بابا له ډېرې خوشالۍ نه ناڅاپه په ژړا شو، بیا یې له ماشومانو غېږه چاپېره کړه، هر یو په تندي ښکل کړ او دا شعر یې له ځانه سره زمزمه کړ:

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته

ملنګ بابا ماشومانو ته وویل:

ـ بچیانو! ډېر کلونه کېږي چې د داسې ورځې په تمه وم، چې یو څوک را پیدا شي او د کلي د ودانۍ له پاره هڅې وکړي، کوښښ وکړي او هېڅ کله ناهیلي نه شي. خو لکه چې خدای پاک مې دا دعا قبوله کړه.

ملنګ بابا دا هم وویل چې تاسو د ژوند په پیدا کولو پسې راوتي یاست اوبه ژوند دی او زه تر مرګه ستاسو ملګری یم، خو دا څه آسانه کار نه دی.

ـ لمر ملنګ بابا ته وايي:

ـ ملنګ بابا! له دې نه خو خبر یو چې آسانه کار نه دی، ځکه خو کلونه کلونه، کلی همداسې شړ پروت دی.

امېل بیا په خندا وايي:

ـ ملنګ بابا! چې اوبو کې غوټې ونه وهې، نو ګوهر به څنګه دریاب نه راباسې…؟

دې سره ملنګ بابا او ماشومان ښه شېبه خاندي.

ملنګ بابا وايي:

ـ وایم بلا مو واخلم بچو، ګل خبره مو وکړه، خو دا چې کلی ولې سپېره ډاګ شو، تاسو ښه خبر یئ، هماغه وخت به ما کلیوالو ته ویل چې اوبه مه چټلوئ، ونې او ځنګلونه مه وهئ، الوتونکو ته زهر مه ورکوئ، سېند ته بمونه مه غورځوئ، خو زما خبره چا ونه منله، بیا یې زه له کلي وشړلم او دلته دې زیارت کې مېشت شوم چې تر اوسه په کې اوسېږم.

ماشومان وايي چې دوی د اوبو د را وستلو له پاره هره سخته په ځان مني.

ملنګ بابا وايي، یوازې اوبه نه دي مرورې شوې، بلکې، کبان، الوتونکي، ځنګل، هر څه مرور شوي دي…

د ملنګ بابا له دې خبرو سره ماشومان غلي، غلي یو بل ته ګوري او هیڅ هم نه وايی، ملنګ بابا ماشومانو ته د ډاډ لپاره وايی:

ماسره داسې څه شته چې زموږ او ستاسو کلی ته ابادي او خوشالي بېرته راوستلی شي، خو تاسو نه شي کولای چې هغه نه ګټه واخلئ…!

ماشومان چې د ملنګ بابا خبرو ته غوږ، غوږ وي په ګډه وايي:

ـ ولې…؟

وړانګه له ځایه پورته کېږي او په قهر لاسونه پورته اچوي :

ـ ولې په موږ څه شوي دي؟

ملنګ بابا د وړانګې قهر ته خاندي او زیاتوي:

ـ بلا مو واخلم، په تاسو هېڅ هم نه دي شوي، خوو هغه رازونه په کتابونو کې دي، کتابونه هغه چاته راز وايي چې ویې شي لوستلی، ته چې د یو چا په ژبه پوه نه شې، خبرې ورسره کولی شې؟

د ملنګ بابا له دې خبرې سره لمر او امېل خاندي خو وړانګه غږ کوي:

ـ خوشالېږئ مه! موږ او تاسو کله لیک او لوست کولای شو چې دا کتابونه راته خپل راز ووايي؟

دا چې په کلي کې ښوونځی او مدرسه نه وي، نو ماشومان او د کلي نور خلک بې تعلیمه پاتې کېږي.

ملنګ بابا ماشومانو ته وايي چې د مرورو د پخلا کولو لپاره زه در سره په یو شرط مرسته کولی شم چې تاسو لیک او لوست زده کړئ، زه یې در زده کوم! که دا شرط مو پوره کړ، بیا به په نورو رازونو پسې په ګډه وګرځو.

ماشومان د ملنګ بابا په دې خبرو خوشالېږي او ډاډ ورکوي چې دوی به د زړه له اخلاصه په زده کړو کې کوښښ کوي، ماشومان د لیک لوست د زده کړې لپاره لستوڼي را بډ وهي او پیلوي یې.

د دوهمې برخې پاى

Share

نوري لیکني