ځینې ماشومان د خپل عمر له لومړیو کلونو څخه کتاب لوستلو سره علاقه پیدا کوي. خوستۍ هادیه بابکرخیل له همدې دلې ماشومانو څخه ده، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې لسګونه کتابونه لوستي دي. یو شمیر ښوونکي په دې باور دي، چې په ماشومتوب کې مطالعه د ماشومانو علمي پرمختک او ذهني پراختیا سره مرسته کوي.
دیارلس کلنه هادیه بابکر خیل وايي:” په ۲۰۲۱ کال کې مې د اضافي کتابونو لوستل پیل کړل، ۴۰ تر ۴۲ پورې کتابونو مې لوستي دي”
هادیه بابکرخیل د خوست ولایت مرکز متون سیمې اوسېدونکې او د شپږم تولګي زده کوونکې ده.
هغه وایي د ښوونځی له کتابونو سربېره یې له څلویښتو زیات کتابونه لوستي دي، نه یوازې دا چې دې لوستي، بلکې خپلو نورو ټولګیوالو سره یې هم شریک کړي دي:
” زه چې کوم کتاب ولولم، د هغه کتاب په اړه خپلو همصنفیانو ته کیسې کوم، ورته وایم: کتابونه ولولئ، ذهن مو پراخېږي او معلومات مو ډېرېږي. ما چې څو واړه کتابونه لوستي وو. بیا زما همصنفۍ راته وویل چې ماته یې هم راکړه. کتابونه مې ورکړل. درې ورځې وروسته یې بېرته راته راوړل.”
هادیې ته مې وویل تر اوسه دې چې دومره هم کتابونه لوستي، کوم کتاب دې په کې ډېر خوښ شوی دی؟
هغې وویل:
“زما د خوښې کتاب «اخ وطنه» دی. ډېر ښکلی کتاب و، زما ډېر خوښ شو. د افغانستان په اړه بد او ښه شیان په کې وو. کوم بد کارونه چې په افغانستان کې کېږي، هغه باید ونه شي. پر ښځو ظلم کول، په بده سترګه ورته کتل، حتی خندا ته یې نه پرېښودل او دا چې د سړو په مخ کې باید په لوړ غږ ونه غږېږي.”
هادیه چې د خپل ټولګي دوهم نمره ده وايي، راتلونکي کې غواړي چې ډاکټره شي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو محدودیت لرې کړي.
هادیې نه یواې خپل تولګیوال کتاب لوستلو ته هڅولې بلکې خپله وړه خور ثنا یې هم ورته لیواله کړې ده.
ثنا وویل:
“ما کوچني کتابونه اوکيسې لوستي دي لکه د بهلول دانا کيسه، د سيند پېغله، دواورې ملکه، مچۍ او د مرسل ګل کيسې او دا سې نور. د واورې ملکې کيسه داسې وه:په يوه ملک کې پاچا او ملکه اوسېدل.ملکه ډېره مهربانه وه او د ټولو د زړه وړ وه.”
ثنا اته کلنه او د دریم ټولګي زده کوونکې ده.
د بادونې ده چې تر دې مرکې ورسته د ماشومانو د ادبیاتو کور هادیه ته لسګونه عنوانه کتابونه هم ډالۍ کړل.



