باغچه پښتو

ونې ولې شنې کېږي؟

اسماعیل «څپه»

زموږ کور کې ونه ده، ما ویل کاشکی ونه نه وي، خوشې ولاړه ده۔

دې وخت کې سپي پیشو پسې منډه کړه۔

پشو ونې ته وخته۔

سپی ونې ته نشو ختلی، سخته خندا راغله، سپی دومره غټ دی ونې ته نشي ختلی۔

ما ویل ونه د همدې لپاره شنه شوې.

پیشو چې ونې ته پورته شوه، دوه مرغۍ په چېغېدو شوې، پورته ونې ته مې وکتل مرغۍ ځاله جوړه کړې وه.

ما ویل ونه د همدې لپاره شنه شوې.

ما ونه کې ټال واچوه، په ټال کې کیناستم، ما ویل ونه د همدې لپاره شنه شوې.

زه دا سوال ضرور له چا کوم:

– ولې د ونې پاڼې شنې

او ګلان یې سره وي؟

نور معلومات هم پيدا کوم، چې ونې د څه لپاره شنې کیږي او نورې څه ګټه لري.

تاسو هم فکر وکړئ او پوښتنې وکړئ، چې ونوې نورې کومې ګټې لري.

Share

نوري لیکني