باغچه پښتو

مور او پلار، عمر کوچی



مور او پلار د انسان د ژوند ستنې دي. هم انسان ته د مينې، عزت، د خوږې ژبې او ښه چلند لارې ښووي. دوی زمونږ لپاره مقدس موجودات دي چې د خپل اولاد د ښه ژوند لپاره هره ورځ سخت کار کوي.
هغوی تل زمونږ سره مينه کوي او زمونږ د خوشحالۍ لپاره هڅه کوي. مونږ بايد د خپلو مور او پلار قدر وکړو او د هغوی د زحمتونو په بدل کې د هغوی خدمت وکړو. د پلار نصيحت او د مور تربيه انسان ته کاميابي ور په برخه کوي. په اسلام کې د مور او پلار مقام ډېر دی. له همدې امله الله تعالی فرمايي چې د شکر عبادت نه پس د مور او پلار خدمت وکړئ. زمونږ ټول مور او پلار دې خوشحاله او له هر ډول بدۍ څخه وساتل شي.
مونږ ته پکار ده چې د مور او پلار عزت وکړو، هغوی ته ښې خبرې وکړو او زړه یې خفه نه کړو. نن زمانه کې ډېر ځوانان د مور او پلار خبرې نه مني، دا ډېره غلطه خبره ده. مور او پلار چې کله ناتوانه شي، بيا انسان پوهېږي چې ما څه له لاسه ورکړي دي. مور او پلار د الله له طرفه يو نعمت دي. د دې نعمت قدر وکړئ تر هغه مخکې چې ډېر ناوخته شي.

Share