ترتیبوونکې: عایشه خوږیاڼۍ
چاپېریال هغه ځای دی چې موږ پکې ژوند کوو. زموږ کور، ښوونځی، کوڅه، باغونه، ونې، غرونه، سیندونه، ویالې، هوا، اوبه، حیوانات او مرغان ټول د چاپېریال برخه جوړوي. انسانان د خپل ژوند لپاره پاک او سالم چاپېریال ته ډېره اړتیا لري. که چاپېریال پاک او سالم وي، انسانان به روغ، خوشحاله او ښه ژوند ولري.
پاک چاپېریال زموږ د روغتیا لپاره ډېر مهم دی. پاکه هوا، پاکې اوبه، شنې ونې او پاکې کوڅې د انسان روغتیا ته ډېره ګټه لري. ونې هوا پاکوي او موږ ته تازه اکسیجن راکوي. همدارنګه، ونې د دوبي په ګرمو ورځو کې سیوری برابروي او د مرغانو او ځینو حیواناتو لپاره د ژوند ځای جوړوي. شنې باغونه او ونې زموږ ښارونه او کلي ښکلي کوي.
که موږ خپل چاپېریال پاک ونه ساتو، نو ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. کثافات د ناروغیو سبب ګرځي او مچان، مچۍ او نور زیان رسوونکي حشرات ډېرېږي. د موټرو او فابریکو لوګي هوا ککړوي او د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي. ککړه هوا د انسانانو، حیواناتو او بوټو لپاره هم زیانمنه ده.
اوبه هم د ژوند لپاره ډېرې مهمې دي. انسانان، حیوانات او بوټي ټول پاکو اوبو ته اړتیا لري. که کثافات په سیندونو، ویالو او چینو کې واچول شي، اوبه ککړېږي او د څښلو او نورو کارونو لپاره مناسبې نه پاتې کېږي. له همدې امله، موږ باید هېڅکله کثافات په اوبو کې ونه غورځوو او د اوبو د پاکوالي ساتنه وکړو.
د ونو پرې کول هم چاپېریال ته زیان رسوي. کله چې ډېرې ونې پرې شي، شنې سیمې کمېږي او هوا هم ککړېږي. د ونو له منځه تلل د مرغانو او حیواناتو ژوند هم ستونزمن کوي. له همدې امله، باید د ونو له پرې کولو څخه ډډه وکړو او پر ځای یې نوې ونې وکرو.
موږ ټول د پاک چاپېریال په ساتلو کې مسؤولیت لرو. باید کثافات په سړکونو، کوڅو، سیندونو او ویالو کې ونه غورځوو، بلکې په ټاکلو ځایونو کې یې واچوو. خپل کور، ښوونځی، کوڅه او کلی باید پاک وساتو. همدارنګه، باید اوبه بېځایه ضایع نه کړو، ونې وکرو او د طبیعت ساتنه وکړو.
پاک چاپېریال یوازې د یوه کس دنده نه ده، بلکې د ټولو ګډ مسؤولیت دی. که هر څوک خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، زموږ کلي، ښارونه او ټول هېواد به پاک، شین او ښکلی شي. زدهکوونکي هم باید د چاپېریال د پاک ساتلو په برخه کې له خپلو کورنیو او ښوونکو سره همکاري وکړي.
په پای کې ویلای شو چې پاک چاپېریال د انسان د روغتیا، ښه ژوند او ښکلي طبیعت نښه ده. ککړ چاپېریال زموږ روغتیا، حیواناتو، بوټو او طبیعت ته زیان رسوي، خو پاک چاپېریال موږ ته د سالم، خوشحاله او هوسا ژوند زمینه برابروي. نو راځئ چې خپل چاپېریال پاک وساتو، ونې وکرو، اوبه ضایع نه کړو، کثافات بېځایه ونه غورځوو او د خپل ښکلي طبیعت ساتنه وکړو.
د چاپېریال د ساتنې عملي کارونه
۱. کثافات په ټاکلو ځایونو کې اچول.
۲. سړکونه، کوڅې او ښوونځي پاک ساتل.
۳. ونې کېنول او له پرې کولو څخه یې ډډه کول.
۴. سیندونه، ویالې او چینې له کثافاتو پاکې ساتل.
۵. اوبه بېځایه نه ضایع کول.
۶. د پلاستیکي کڅوړو او نورو کثافاتو استعمال کمول.
۷. د ونو او بوټو ساتنه کول.
۸. د چاپېریال د پاکوالي په اړه نورو خلکو ته پوهاوی ورکول.
۹. په ښوونځي او کلي کې د پاکوالي په ګډو پروګرامونو کې ګډون کول.
۱۰. د حیواناتو او مرغانو له طبیعي ځایونو څخه ساتنه کول.



