باغچه پښتو

مور، ندا عزیزي


د مور درناوی او د هغې سره نېکي کول د انسانيت له لوړو اخلاقو څخه دي. موږ بايد تل د مور درناوی وکړو، ځکه چې د هغې حق پر موږ ډېر دی. هېڅوک د مور حق پر ځای کولای نه شي. رسول الله ﷺ فرمايلي دي چې د الله ﷻ رضا د مور په رضا کې ده او د الله ﷻ نارضايتی د مور په نارضايتۍ کې ده.
نو موږ بايد تل هغه کارونه وکړو چې د مور رضا پکې وي. که موږ وغواړو چې الله ﷻ زموږ نه راضي وي، نو بايد تل د خپلې مور درناوی او خدمت وکړو. زه تل کوشش کوم چې د خپلې مور رضايت ترلاسه کړم، تر هغې چې د دنيا او آخرت کاميابي مې په نصيب شي.
الله ﷻ فرمايي: د مور په مخ کې «اوف» هم مه وايئ، چې زړه يې له تاسو نه خفه کېږي. انسانان ټول بايد له هغو عملونو ډډه وکړي چې د مور د ځورېدلو سبب کېږي. مور هغه ښکلې مېوه ده چې په ټول ژوند کې يو ځل پيدا کېږي، نو ځکه بايد د هغې لکه د ګل ساتنه وکړو.

Share