باغچه پښتو

پنځه وړې هیلۍ

دا شعر محترم پیرمحمد کاروان خپور شوي تصویر ته په الهام لیکلی دی:

دي پنځه وړې هیلۍ

تکې سپینې تر ږلۍ

د ورېښمو یې خولۍ

د ګلپاڼو یې څپلۍ

په ډنډوکي کې لامبو

بیا وهي په خوشحالۍ

له شغلو نه یې د لمر

ډکې ډکې دي ځولۍ

د ډنډ غاړې ته راځي

را روانې په سیالۍ

Share

نوري لیکني