باغچه پښتو

د رسم کتابچه

شاعر : صديق الله صديق

انځورګر: محمدالله مسعود

زه ښکلې بکسه لرم

ښکلې کتابچه لرم

کښلي مې رسمونه دي

ونې او ګلونه دي

ونو کې کارغان هم دي

رنګ په رنګ مارغان هم دي

سیند مې رسم کړی دی

شین رنګ مې ورکړی دی

وګوره هیلۍ په کې

ګرځي په سیالۍ په کې

دا زمونږ د کور تصویر

ویې ګوره ښه په ځير

پاک ساتو سبا بېګا

کور، کوټې، انګړ صفا

سره ګلان باغچه کې دي

رسم کتابچه کې دي

زه چې لږ را ستر شمه

جوړ به انځور ګر شمه

ونې که ګلونه دي

خوښ زما رسمونه دي

Share

نوري لیکني