دا دی بیا راغی ماښام
څراغ بل شو په هر بام
څنگه تک شین دی اسمان
پر بام ناست دي ماشومان
گرده مرده ده سپوږمۍ
په ورغوي مې روپۍ
سپینې سپینې ستارې
کوي ماته اشارې
ناست دي ټول په انتظار
دی زما د کیسې وار
سبا وار دی د غاټول
ورته غوږ، غوږ به یو ټول
کوو یو بل ته کیسې
مور به راکي پتاسې




