زه پرمختګ او سرلوړي یم
زه تاسو سره مرکې کوم
زه ستاسو هینداره یم
زه ونه یم پاڼې ښکلې لرم
خو ناپوهي بې پاڼو وچه ونه ده
زه هغه موخه یم چې په نښه کیږم
زه هغه کوچنی کور یم چې لوییږم
زه هغه لیکنه یم، چې نه خلاصیږم
زه تلپاتې خوشبويي یم
زه تلپاتې ځواني یم
زه تاسو ته لوی نعمت یم
له تیارو سره جګړې کووم
زه د سولې کوتره یم
شمله لېوال




