پیرمحمد کاروان
شور ماشور دی ماشومان په کټ کټ خاندي
تر شکرو نه خوږې خبرې کاندي
داسې وايي چې اختر دی را روان
د خوښیو سمندر دی را روان
په جامونو کې نکریزې لمدېدلې
مورمې ماته په ورغوي اېښودلې
سور ورغوی مې سهار لکه سور لال ؤ
تاو د ژوند د اوښ له غاړې سور دسمال ؤ
چې په بار کې یې خندا وې خوشحالۍ وې
پټ پټوني وو ، ټالونه او ټالۍ وې
د نرګسو د غاټولو مبارک شه!
ګلابي اختر د ټولو مبارک شه!



