باغچه پښتو

د ښوونځي په لور

انځرګل راسخ

ماشومان د کور ښکلا

کور کې ګران دي په هرچا

دي که لوڼې یا زمن

دي دوې سترګې د یو تن

چې وخت راشي د سهار

شي له خوبه را بیدار

هر یو کار یې په خپل وار

کتابونه کړي تیار

په خوښۍ او په خندا

بکسې وتړي تر شا

بیا مکتب ته شي روان

لکه سره او شنه ګلان

ښکلي ښکاري ماشومان

جینکۍ او هلکان

خدایه ټول کړې باسواد

چې وطن مو شي آباد

Share

نوري لیکني