مینا زماني د ماشوم ادبیاتو کور فعاله تکړه غړې ده چې د خپرنیزې کمیټې په چارو کې همکاري کوي. اغلې زماني د ماشومانو لپاره کار درې لسیزې مخکې په مهاجرت کې پیل کړ. هغه په ۱۳۷۵ کې ایران ته مهاجره شوه. هلته یې ولیدل چې ایراني لیکوالو، فرهنګیانو او چارواکو د ماشومانو لپاره ډېر کار کړی او کوي یې خو افغان ماشومان د دې د اوسېدو په سیمه کې له زدهکړو بېبرخې وو. مینا زماني په خپل کور کې د هغو افغان کډوالو لپاره د تعلیم بند و بست وکړ چې قانوني اسناد یې نه لرل او چا په ښوونځیو کې نه نیول. درسي مواد به یې د خپلو ایراني دوستانو په مرسته برابرول او پنځوس تنو افغان ماشومانو ته یې تر شپږم ټولګي پورې تدریس وکړ. بیا یې په تهران کې د افغانستان د سفارت او د یوه دوست په مرسته چې خصوصي ښوونځی یې درلود، دغه شاګردانو ته د شپږم صنف د فراغت سندونه ورکړل.
همدغې تجربې د ماشوم له ادبیاتو سره لېواله کړه. کله چې په ۱۳۸۲ کې هېواد ته راستنه شوه، په پوهنې وزارت کې یې د معارف اوونیزې د خبریالې په توګه کار پیل کړ او له تربیت مجلې سره یې همکاري شروع کړه. له انټرنټه به یې ښوونیز او معلوماتي مطالب غوره کول او د وطن د ماشومانو په ژبه به یې برابرول.
مېرمن زماني په ۱۳۹۰ کې د تربیت مجلې مسووله مدیره شوه او د ماشومانو لپاره یې د نورو مطالبو تر څنګ کیسې او ناولونه هم ولیکل.
مېرمن زماني چې کله د تربیت مجلې مسوولیت ته اوږه ورکړه، هڅه یې وکړه چې د مجلې محتوا بهتره کړي. یو شی چې په دې برخه کې د سړی سترګو ته درېږي، معلولو ماشومانو ته پام کول دي. دې د مختلفو معلولیتونو لرونکو ماشومانو د استعدادونو په اړه مطالب خپاره کړي دي. مثلاً هغه نابینا نجلۍ چې له عادي ماشومانو سره یې په یوه ټولګي کې درس وایه او تر ټولو تکړه وه؛ هغه پېغله چې ګرځېدای نه شي خو ډېره ښایسته انځورګري کوي او همداسې نور. همدارنګه، هڅه یې کړې ده چې مطالب د ماشومانو له ذوق سره سم انتخاب او داسې څه ورته خپاره کړي چې د خوند تر څنګ ګټه هم ولري.
مینا زماني د ماشوم ادبیاتو کور د فیسبوک پاڼې لپاره هم خپلې ښایسته کیسې پېرزو کړې دي، چې ماشومانو او هم لویانو خوښې کړې دي.
د ماشوم د ادبیاتو کور د اغلې زماني له همکارۍ مننه کوي او نوموړې ته د ماشوم ادبیاتو د کار په برخه کې د لا بریاوو هیله لري.




