دی ۱۲ کلن او د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
عثمان چې اوس کابل ته راغلی وايي روزونکو یې لوبه ډیره خوښه کړې او ورته یې ویلي چې مخته به ولاړ شې.
هغه وايي : «تاسو زما دا هیله، پوره وبولئ چې زه به یوه ورځ په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړ راوړم.»
هغه زیاتوي:
“ما فوټبال لا له هغه مهاله پیل کړی چې دیر کوچنی وم، هلکانو به هڅولم چې ته یې استعداد لرې، اوس مې فوټبال د ژوند یوه برخه ده، شاوخوا دوه درې کلونه کېږي چې زه فوټبال کوم.”
دی چې د اووم ټولګی زده کوونکی دی وايي، هیله من دی چې د زده کړو تر څنګ د فوټبال ورزش په برخه کې په ښو امکاناتو او د روزونکو تر څارنې لاندې لا مخته ولاړ شي:
عثمان وايي:
” زموږ په کلي کې یوه خاورینه مځکه ده، هلته اصلا روزونکی نه و، د تمرین لپاره هېڅ اسانتیاوې نه وې له دې وروسته ممکن (کابل) کې پاتې شم او کلي ته ولاړ نه شم، چې هم مې زده کړې وکړم او هم تمرین وکړم چې د هېواد د ۱۲ کلنو پورته ملي لوبډلې سره یو ځای شم.”




