باغچه پښتو

محمد امیري: په شپږو بهرنیو ژبو پوهېږم

محمد امیري هغه نهه کلن افغان ماشوم چې وايي شپږ بهرنۍ ژبې یې زده دي.

 انګلیسي، عربی، فرانسوي، جرمني، ترکيي او اردو، هغه ژبې دي چې د هرات ولایت د دې نهه کلن اوسېدونکي ماشوم په خبره، له یوټيوب یې د پلار په مدیریت سره زده کړي دي:

” تر اوسه ښوونځي یا د ژبې د زده کړې کوم کورس ته نه یم تللی، هره یوه مې په دوو میاشتو کې زده کړې، دا مې په کور کې د یوتیوب له لارې د پلار په مدیریت سره زده کړي، زما په فکر سره د څو ژبو زده کړه د پوهې کچه لوړوي.”

Share

نوري لیکني