یکشنبه د وږي یا سنبلې ۲۲مه، د سپتمبر ۱۳مه
د استاد حیدرزاده د هنري مقام، شخصیت او ارزښتمنو خدمتونو په پار د “هنرمند خبرې او علمي کنفرانسونو لړۍ” وروستۍ برخه
کوربه: په جلاوطنۍ کې د افغانستان د معاصرو هنرونو مرکز
چلوونکی: اجمل تورمان
مېلمه: ډکټور عبدالغفور لیوال
بڼه: انلاین
په دې کنفرانس کې، چې څه باندې دوه ساعته یې دوام وکړ، ښاغلي لیوال د ماشوم د ادبیاتو په هډانه کې د ماشوم تخیل، د تخیلي ځواک ودې، له نقاشۍ سره یې د تړاو، ماشومانو ته د مفاهیمو په رسولو کې د نقاشۍ د رول، په ډیجیټلي عصر کې ماشومانو ته د دودیزو انځوریزو کتابونو د اهمیت، د ماشوم په ادبیاتو او نقاشۍ کې د سیمهییز کلتور، فولکلور او ولسي کیسو د انعکاس، د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ په پراختیا سره د ماشومانو د تخیل او خلاقیت د راتلونکې او ګڼو نورو اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
په غونډه کې نورو برخوالو هم، چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، خپلې پوښتنې له ښاغلي لیوال مطرح او د موضوع په اړه یې خپل نظریات او تجربې هم شریکې کړې.
عبدالغفور لیوال د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي. دغه شان د امریکا د مریلینډ پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي څخه یې هم یوه ماسټري اخیستې ده.
ښاغلي لیوال د فارسي ـ دري ژبې او ادبیاتو په برخه کې د دوکتورا علمي درجه هم ترلاسه کړې ده.
دی لیکوال، شاعر، ژورنالیست او څېړونکی پاتې شوی دی.




