باغچه پښتو

زما د ژوند کیسه

احمد مبشر کلیوال

زما نوم فريد دی، خو همزولو به راته تور فريد ويل. په کابل کې په يوه غريبه کورنۍ کې زېږېدلی يم. زما د ماشومتوب ژوند ډېر سخت و، ځکه چې يتيم وم او مور او پلار دواړو يوازې پرېښی وم. پلار مې خارج ته تللی و او مور مې هم په ډېر کوچنيتوب کې د سختې ناروغۍ وروسته له لاسه ورکړه او مړه شوه.

کله چې زه ډېر ماشوم وم، بې‌کوره شوم او هېڅ شی مې نه درلود. نه مې خپل کور، نه پيسې او نه هم کافي خواړه لرل. ډېر وخت به مې په کوڅو کې تېراوه او د خلکو څخه به مې د ډوډۍ غوښتنه کوله. د شپې به د محلې جومات ته تلم او په يوه کونج کې به ويده کېدم.

کله چې اووه کلن شوم، ګلاب ماما، چې د محلې يو نېک انسان و، مکتب ته بوتلم او په لومړي ټولګي کې يې شامل کړم. زه ډېر خوشحاله وم، ځکه غوښتل مې چې درس ووايم او په راتلونکي کې يو لوی انسان شم، خو په ښوونځي کې ځينو ماشومانو به پر ما خندل، ځکه چې زه غريب وم او کالي به مې زاړه ول. د کتابونو د بکس پر ځای مې يوه پلاستيکي خلطه لرله. يوه ورځ څو ماشومانو زه ووهلم او سپی يې راپسې کړ. زه ډېر خفه شوم او ډېر مې وژړل. فکر مې وکړ چې ښايي زما ژوند به هېڅکله ښه نه شي. په جومات کې مې اودس او لمونځ وکړ او الله تعالی ته مې سوال او زاري وکړې او همداسې ويده شوم.

د سهار لمانځه کې مې يو مهربان سړی، چې د کوم بل ځای څخه يې کډه راوړې وه او نوم يې رحمان و، وليد. هغه زما سره خبرې وکړې او زما د ژوند په اړه يې پوښتنې وکړې. ما ورته خپل ټول حال ووايه. هغه زه د ځان سره کور ته بوتلم. د مېرمنې يې پر ما زړه وسوځېد او دواړو تصميم ونيو چې ما په قانوني ډول خپل زوی کړي. له هغې ورځې وروسته زما ژوند بدل شو. ما کور، خواړه، کالي او د زده کړې لپاره ښه فرصت پيدا کړ.

ژوند تېرېده او ما ډېر درس وايه او کوشش مې کاوه چې خپل تېر ژوند هېر کړم او د ځان څخه يو قابل انسان جوړ کړم. زه به د خپل پلار کاروبار ته تلم او له هغه څخه مې ډېر څه زده کړل. د سوداګرۍ سره مې علاقه پيدا شوه. ما غوښتل چې يوه ورځ خپل کاروبار ولرم.

کله چې نولس کلن شوم، خپل لومړی کوچنی رستورانت مې په يو وړوکي دوکان کې خلاص کړ. په لومړيو کې کار ډېر سخت و او مشتريان لږ ول، خو ما هره ورځ ډېر زحمت ايست. کرار کرار خلک زما د خوړو د کيفيت او ښه خدمت سره اشنا شول. ما رستورانت لوی کړ او وروسته مې نور رستورانتونه هم خلاص کړل او زما کاروبار په يوه لوی خوراکي ځنځير بدل شو.

کله چې پنځه ويشت کلن شوم، زه يو ميليونر او بريالی سوداګر شوم. سره له دې چې ډېرې پيسې مې پيدا کړې، خپل تېر ژوند مې هېڅکله هېر نه کړ. زما ژوند له ډېرو سختو ورځو څخه تېر شوی، خو ما هېڅکله خپله هيله له لاسه ور نه کړه. زه يو وخت بې‌کوره او بې‌وزله ماشوم وم، خو د يوه مهربان انسان په مرسته مې خپل ژوند بدل کړ. ما په سخت کار او زده کړې سره خپل کاروبار جوړ کړ او ميليونر شوم. اوس زما تر ټولو لوی هدف دا دی چې له نورو بې‌وزلو ماشومانو سره مرسته وکړم. زه باور لرم چې هر ماشوم د ښه راتلونکي مستحق دی.

زما د ژوند د کيسې ليکلو څخه هدف دا دی چې ټول پوه شي، که انسان زحمت وباسي، هيله وساتي او هېڅکله تسليم نه شي، نو کولی شي خپل خوبونه په حقيقت بدل کړي.

Share