باغچه پښتو

زه ناهیلې نه یم

بهشته خپلواک

هیله د انسان د ژوند هغه رڼا ده چې په سختو او تیارو ورځو کې یې زړه روښانه ساتي. هر انسان د خپل راتلونکي لپاره خوبونه او ارمانونه لري. زما تر ټولو لویه هیله دا وه چې ښوونځي ته لاړه شم، زده کړه وکړم او د خپل راتلونکي لپاره یو ښکلی هدف ولرم. هر سهار به مې کتابونه په بکسه کې ایښودل او له خپلو ټولګیوالو سره به مې د ښوونځي پر لور قدمونه اخیستل. ښوونځی زما لپاره یوازې یو ځای نه و؛ بلکې زما د هیلو او خوبونو کور و.
خو یوه ورځ زما د ښوونځي دروازه زما پر مخ وتړل شوه. هغه ورځ زما لپاره ډېره سخته وه. داسې احساس مې کاوه لکه زما د خوبونو یوه برخه چې رانه اخیستل شوې وي.
زما کتابونه په المارۍ کې پاتې شول، د ټولګیوالو خنداګانې مې چوپې شوې او د ښوونځي هغه لاره چې هره ورځ به مې وهله، راته پردۍ شوه.
کله ناکله مې زړه ډېر خفه شي او له ځانه وپوښتم:
ولې باید یوه نجلۍ یوازې د دې لپاره له زده کړو پاتې شي چې نجلۍ ده؟
ولې باید زموږ خوبونه د ښوونځي له تړل کېدو سره پای ته ورسېږي؟

دا حالت دردونکی دی، خو زه ناهیلې نه یم

که د ښوونځي دروازه تړل شوې وي، زما د علم دروازه لا هم خلاصه ده. زه به مطالعه کوم، کتابونه به لولم او هره ورځ به د خپل علم د زیاتولو هڅه کوم. زه باور لرم چې علم زما حق دی او زما خوبونه به یوه ورځ حقیقت شي.
زما سترګې ښايي نن له اوښکو ډکې وي، خو په زړه کې مې لا هم هیله ژوندۍ ده.
زه غواړم یوه ورځ ډاکټره، ښوونکې، انجنیره، لیکواله یا هر هغه څه شم چې زما زړه یې غواړي. زه غواړم د خپل هېواد د پرمختګ برخه واوسم.
زه پوهېږم چې زده کړه یوازې د ټولګي په څلورو دېوالونو کې نه وي. زده کړه په کتاب کې ده، په تجربه کې ده، په فکر کولو کې ده او په هغه هوډ کې ده چې انسان یې د خپل راتلونکي لپاره لري.
زه به خپل قلم، کتابچې او خپل خوبونه وساتم. که ښوونځی نن تړلی وي، زما ارمانونه نه دي تړل شوي.
زه ناهیلې نه یم، ځکه باور لرم چې یوه ورځ به بیا د ښوونځي دروازې زما پر مخ پرانیستل شي، زه به خپل کتابونه په لاس کې واخلم او د خپلې راتلونکې پر لور به په ډاډه زړه قدم واخلم.

په پای کې غواړم ووایم چې د یوې نجلۍ د ښوونځي دروازه تړل کېدای شي، خو د هغې د هیلو، ارمانونو او علم دروازه هېڅکله نه شي تړل کېدای.

زه ناهیلې نه یم؛ ځکه زما خوبونه لا ژوندي دي.

Share